یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان ولسمشر: افغانستان مو له انزوا او د هندوستان له شيطانت...

د پاکستان ولسمشر: افغانستان مو له انزوا او د هندوستان له شيطانت څخه وژغوره

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) د پاکستان ولسمشر عارف علوي په ضمني ډول په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط تر شا د خپل هېواد پر اساسي نقش اعتراف کړی او ویلي، چې دوی دغه هېواد له انزوا او د هندوستان له شيطانت څخه تر ډېره حده ژغورلی دی.

پاکستاني ولسمشر، په اسلام اباد کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان غونډې ته په اشارې سره وویل، چې نړۍ د پاکستان د صدراعظم عمران خان نوښتونه په رسميت پېژندلي.

هغه روښانه نه کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسول هم د دوی نوښت او لاسته راوړنه وه کنه، یا په دې بدلون کې ېې رول څومره مهم و؟

پاکستان مخکې هندوستان په پرله پسې ډول تورنوه، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان ضدو سياستونو لپاره ګټه اخلي او جمهوري نظام په دې کار کې مرسته ورسره کوي.

هندوستان بيا دا تورونه ردول او برعکس یې پاکستان په افغان خاوره کې د ترهګر پالنې د اجنډاوو په تطبيق او د سیمه ییز ثبات په ګواښلو تورنوه.

مخکينيو افغان چارواکو ویل، چې پاکستان به ډېرو مجلسونو کې ورته د اړيکو ښه کیدو یو اصلي شرط دا ايښی، چې له هندوستان سره به د دوی په خوښه اړيکې تنظیموي.

د جمهوري نظام له سقوط سره، د پاکستان په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي عمر داودزي وويل، چې پاکستان د طالبانو له واکمنولو سره خپل یو اصلي هدف ته، چې په افغانستان کې د هند د نفوذ کنټرول و، رسیدلی دی.

طالبانو د پاکستاني ولسمشر دغو پارونکو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کابل کې د پاکستان پر ضد د يوه ترسره کیدونکي لاریون سمبالونکي د طالبانو استخباراتي ادارې بندیان او په اړه يې کوم دليل هم تر اوسه نه دی وړاندې کړی.

7 COMMENTS

  1. د پاکستانیانو مور او خور به د لاهور د هیرا منډیی د فاحشه خانو د بې عزتئ نه څوک ژغوري؟

  2. هند د افغانستان دوست هیواد دی او تل به وی، د هیرا منډیی د جمهور ریس او د نورو تور څټو تګ راتګ به په راتلونکی کې د طالبانو مخالفینو ته د فعالیت ښه بهانه په لاس ورکړی، د هیرا منډیی هیواد د افغانستان دوست نه ؤ او نه به شی، د دوی هدف د افغانستان ځپل دی، خو الله به یی انشاله په خپل چال کې مات کړی لکه د روس او امریکا په څیر،

  3. د پنجابستان د کاذب مشرانو څخه لاره ورکه شویده، هسی اوتی بوتی وای. افغانان د پنجابستان د اولسونو څخه خواست کوی جه خپل دغه کاذب مشران عقلی او عصبی ډاکترانو ته د علاج لپاره ورولی.

  4. Amazing that with the help of Pakistan the traditional flag of Afghanistan is subsided, the name of Afghanistan reduced to Imaret and the fundamental concept of one person one vote replaced by a decree from a Mullah and not even one country recognize Taliban as a government. But still Pakistan president consider it an achievement, because now Afghanistan under Taliban become Pakistan strategic-dept to balance India. What a dirty game politics is.

  5. WE HOPE TALIBS WILL NOT STAY FOR LOGTIME,
    WE PUKHTOONS WILL FIGHT FOR FREEDOM FROM PAKISTAN
    TTP/PTM/ANP /BALOOCH& MQM ARE TOTALLY AGAINST THIS ADMINISTRATION
    SOON YOU WILL SEE YOUR MIRROR
    THANK YOU

  6. څه چې ليکل شوي حکومت او تجربو افغانانو ته ثابته کړه او ثابته شوې چې پاکستان د افغانستان لوی تل پاتې دوښمن ده او وي به، خو دا بدبخته ولس هر څه په ځان کوي او نور په دې جاهل ولس څوک چې خپل فکر او انرژي زايه کوي ځان سره خیانت ده…. دوی به تل د بل نسل موړ ساتي او خپله به لوڅه ک و ن ه ګرځي چې شرم يې نه ګڼي

  7. ښاغلی ولسمشر،
    تاسې او موږ دواړو ته همدا تاريخي شرم بس دی چې ستاسې په خوله اوس مو نړۍ په رسميت نه پېژني. تاسې خو د امريکا له وېرې همدا کار نه شئ کولی چې بيا به درته څوک په IMF کې قرضه څوک نه درکوي. له خړ ليست په تور لېست کې رانه شئ. مسلماني به مو هم ښه معلومه شوه او غيرت مو هم او دا طالبانو ته هم درس شو.
    ښاغلی ولسمشره،
    ستا به هم ښه پر ياد وي چې د مولانا فضل الرحمان پلار مفتي محمود د مئ 1971 کې د 18 ګوندو په اتحاد د ((متحده ديني محاذ)) په نوم اتحاد سره ايالتي ټاکنې وګټلې او وزير اغلی شو چې د نننيو طالبانو غوندې اسلامي حکومت يې په خير پښتونخوا کې جوړ کړ او همدغسې اسلامي شريعت يې نافذ کړ. د برتانيا حکومت بوټو ته مشوره ورکړه او تنخواګانې يې پر صوبه بندې کړې او هم يې له پنجاب څخه د اوړو، غوړيو او نورو خوراکي موادو په راوړلو باندې بنديز ولګولو، نو د مفتي محمود حکومت ډېر دوام ونه کړ او راوپرځول شو. هغه – هغه وخه پلمه وکړه او بلوچستان ته د انصاف په پلمه يې استعفاء وکړه، خو حقيقت دا وو چې وفاقي حکومت ته د هغه کړنې د انګرېزانو خوښې نه وې، نو شرعي اسلامي حکومت مو په صوبه (ايالت) کې نه شو زغملی، نو نن څنګه 51 کاله وروسته هغسې د شريعت په نوم يو اسلامي حکومت چې خپله دې نه شو زغملی، نو نيمه پېړۍ وروسته يې پر ما باندې منې او ما ته يې جوړوې او راتپې راباندې، ولې؟
    که زموږ طالبان نه پوهېدل او وړانده ول، نو مولانا فضل الرحمان خو پوهېده چې د پلار حکومت يې نړۍ څه چې خپله پاکستان نه شو زغملی، نو نن به د طالبانو هغه زړه 51 کلنه نسخه چې په صوبه کې عملي نه شوه، نو دلته په افغانستان کې به نن څنګه عملي شي؟
    خو دا منم چې پاکستان د طالب په وسيله خپلو موخو ته ورسېد. دوی چې شل کاله د امريکا پر وړاندې وجنګېدل يو څوک به پيدا شي چې هغوی به د پنجاب پر وړاندې راپورته او پنجابيان به وزغلوي. افغانان له يو اشغاله خلاص او په بل کېوتل او دا وروستی پنجابی اشغال به هم پای مومي. ملا حسن اخوند خو ډېر ناهيلی ښکارېده. اوس ورته د خپلې او نورو د مسلمانۍ ښه پته ولګېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب