دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه کونړ کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۴ تنه وژل...

په کونړ کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۴ تنه وژل شوي

تاند(چهارشنبه، د جدي ۲۹مه) د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالي کې نن د طالبانو د یوه قوماندان په شمول لږترلږه ۴ تنه ووژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

تراوسه پورې د دې برید انګېزه څرګنده شوې نه ده.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي نجیب الله د جرمني خبري اژانس ته وویل، په نرنګ ولسوالي کې پر یوه موټر چې د طالبانو یو قوماندان او ملکیان پکې سپاره وو، د یوه سړي په ډزو د ۴ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ۹ تنه نور ژوبل شول.

طالبان وايي چې حمله کوونکی د سیمې یوه کور ته پناه یووړه او کله چې د کور خاوند د قاتل له ورسپارلو دده وکړه هغه ووژل شو او حمله کوونکی ونیول شو.

طالب چارواکي وايي چې له حمله کوونکي څخه تحقیقات روان دي.

ویل کېږي چې ممکن د دې برید انګېزه شخصي دښمني وي.

د کونړ یوه قومي مشر بیا ویلي چې په دې پېښه کې د ۴ طالبانو په شمول ۶ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.

یوه بل قومي مشر ویلي چې حمله کوونکي تر دې پخوا څو ځلې داعش او بیا طالبانو ته اوښتی خو په وروستیو کې طالبانو ته تسلیم شوی و.

دغه قومي مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، دا خبره رد کړه چې ګنې حمله د شخصي دښمنۍ پر اساس شوې ده. د ده په باور که حملې د شخصي دښمنۍ انګېزه لرله نو پر یوه تن به یې ډزې کړې وې نه پر ګڼو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب