تاند:( سې شنبه، د جدي يوويشتمه) د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي ویلي، چې ایران ته د طالبانو د پلاوي د تازه سفر پر مهال ايراني چارواکو د ګڼو افغان بندیانو د خوشې کولو ژمنه ورسره کړې ده.
ياد شوي وزارت د خروټي په حواله ويلي، چې ياده ژمنه د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ورسره د لیدنې پر مهال کړې ده.
د سرچينې په حواله، نوموړي ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي په دغه هیواد کې د میشتو افغانانو ټولو ستونزو د حل لپاره رسیدګي وکړي او ژمنه یې وکړه، چې ډېری افغانان چې په ایران کې بندیان دي ژر خوشې کړي.
طالبان وايي، په دغه ناسته کې پریکړه وشوه، چې مهاجرینو ته د اسانتیاو برابولو لپاره به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان، ایران او د کډوالو عالي ادارې UNHCR ترمنځ درې اړخیزه ناسته وکړي
طالبانو دا څرګندونې په داسې مهال کړې، چې په پاکستان او ايران کې زرګونه افغان کډوال د یادو هېوادونو له لوري ورسره د ناوړه چلند له کبله شکايت لري.