یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې د استاد جلال د ژر خوشې کیدو غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې د استاد جلال د ژر خوشې کیدو غوښتنه وکړه

تاند:( سې شنبه، د جدي يوويشتمه) اروپايي ټولنې او د بښنې نړیوال سازمان د جلا- جلا اعلامیو له خپرولو له طالبانو غوښتي، چې د کابل پوهنتون بندي کړی استاد فيض الله جلال له زندانه خوشې کړي.

بښنې نړیوال سازمان څو ورځې مخکې هم د نوموړي د حوشې کيدو غوښتنه کړې وه، چې له هغې وروسته يې دا په دې اړه دويمه اعلاميه ده.

د‌ اروپايي ټولنې استازي ويلي، چې جلال په جعلي اسنادو نیول شوی او دا عمل له عمومي اعتراضونو سره مخ شوی.

د بښنې نړیوال سازمان بيا په خپل دويم غبرګون کې د فيض الله جلال نيونه د طالبانو له لوري د خپلو مخالفانو ځپل ګڼلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د بشري حقونو ګڼ مدافعان، ښځينه فعالانې، خبريالان او اکاډميک خلک بنديان کړي يا يې خاموشۍ ته اړ ويستي.

طالبانو بيا فيض الله جلال هغه ته د يوه منسوب جعلي ټویټر پاڼې په استناد « متعصب انسان» او د دوی د حکومت خلاف د خلکو پارونکی ګڼلی.

ويل کيږي، چې فيض الله جلال د طالبانو د استخباراتو له ادارې سره بندي دی.

د هغه کورنۍ وايي، چې د خپل سپين ږيري پلار روغتيايي حالت ته انديښمن دي.

طالبانو د نوموړي د برخليک په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. دا بیان حقیقت نلری جلال په مکرورایانو کې ژوند کوي په کورر کې دی ، جلال دغني په دولت کې د طالبانو پلوي کوله او اوس طالبانو ته (ګوساله ) وایې او نوره پروپاګنده هم کوي ، البته غواړي به چې خارج ته لاړ شي ! خو ګوساله هم له یوو ستمي تفرقه اچونکي انسانه څخه ډير شرف لري ! جلال ته طالبانو خبرداري ورکړې چې ډیر ونه ګرزي ، له ځان سره فکر وکړي ، ترڅو چې طالب دوشمنه عناصر یې ترور نکړي او طالبان پرې
    بد نامه کړي !!
    جلال د طالبانو استخباراتو غوښتی وو له څو پوښتنو وروسته یې بیرته خوشی کړی او په خپل کور کې ژوند کوي !
    جلال افغانستان ته بد وایې ، پښتانه پاچایان د پاړ سو په پالنګ کې غله او بې کفایته بولي او دخراسان خوبونه وینې او په ښکاره ناري وهي چې ډیورند د پاکستان رسمي قانوني پوله او سر حد دی !
    که څه هم هر طالب په چوکۍ کې په فاړسو لیک ، لوست او خبرې کوي خو جلال وايې ( عریضه مردم را کسې خوانده نمیتوا ند ) . جلال برمنډه تفرقه اچوي او د ستمیانو د ډلې پوخ استازيتوب کوي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب