یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+بېوزلي او نېستي / عبدالجبار وحدت

بېوزلي او نېستي / عبدالجبار وحدت

لومړۍ برخه

له کله نه چې انسان په دې نړۍ کې قدم ايښی دی نو له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د  اقتصادي ستونزو سره لاس اوګړيوان دی. دا ځکه چې د انسان اړتیاوې او خواهشات ډير زيات دي او د هغو  لپاره وسايل محدود دي .خو په انسانانوکې يوه طبقه داسې دي چې هغوی د ژوند دزضرورت څخه اضافه وسايل په واک اواختيارکې لري اويوه طبقه خلک هم داسې دي چې دژوندي پاتې کيدوپه خاطر په کافي اندازه ضروري بنيادي وسايل لکه خوراک،لباس،او د هستوګنې لپاره ځای نه لري چې دغه طبقه خلک د فقر(غربت) او افلاس په حالت کې ژوندتيروي او دغوخلکوته فقيراوناداره ویلی شو.

په نړۍ کې فقر(غربت)ورځ په ورځ مخ په زياتيدودې ځکه چې نفوس زياتيږي او وسايل محدوديږي /کميږي . دفقر(غربت)دزياتيدوبل غټ لامل جنگونه دي ځکه جنگونه ډير لګښتونه ايجابوي او ډيرې غټې پانګې ته اړتيا لري دجنگ په حالاتوکې دبې کارې په سطحه کې زياتوالې رامنځته کيږي .خلک بې کوره کيږي اومهاجرت کولوته مجبوريږي ،توليدي مراکز،دولتي ودانۍ ،مکتبونه ،روغتونونه او نور ځايونه ورانيږي چې لدې امله د خلکو دژوند سطحه خرابيږي اوپه فقر(غربت)کې زياتوالی رامنځته کيږي.

د منابعو نادرست استعمال او د کلي مدیریت نه شتون دا ستونزې راولاړولای شيږ

فقر(غربت)يو لړ ټولنيز او اخلاقي زيانونه هم لري ،کچيرته فقر(غربت)په يوه ټولنه کې موجود وي نوهلته بې امنيتي او ناقراري وجود لري ځکه  چې خلک د خپل ژوند  بقاپه خاطرغلا ،چورکولو،قتل کولو،دخلکوتښتولو،دنشه يي موادوقاچاق اوداسې نوروغيرې اسلامي اوغيرې اخلاقي فعاليتونوترسره کولوته مخه کوي

. نو  د دغو ناوړه فعاليتونو دمخنيوي په خاطر پّدفقر(غربت)د لمنځه وړلولپاره تدابيرنيول پکاردي،  البته اقتصادي تدابیر ښیم ، نور د جرمونو د مخنیوي لپاره د شریعت ځانګړي قوانین شتون لري ځکه چې فقر(غربت)پخپله دفقر(غربت)د رامنځته کيدولامل ګرځي  ، یوه مقوله موږ لرو چې لوږ عسکر زېږوي او د بهرنیو ملکونو استخبارات د همدې فقر ځپلو خلکو پر مټ ډېری استخباراتي چارې په ښه ډول پلی کولی شي.

. که چيرته خلکوته د کاروبارزمينه برابره شي نو تريوحده پورې د فقر(غربت)په سطحه کې کموالې راتلای شي ،په همدې ترتيب د خلکو د تعليم اوتربيې سطحه لوړول ،زراعتي سکتور او صنعتي سکتورته پرمختگ ورکول ، د استخدام سطحه لوړوي او  دخلکو په عايداتوکې زياتوالی رامنځته کيږي او سپماوې ورسره زياتيږي او په راتلونکې  کې دپانگې اچونې د زياتوالي سبب گرځي چې پدې ترتيب سره دفقر(غربت) په سطحه کې کموالې راځي او يو هيواد د پرمختگ او هوساینې په لور  په تدریجي ډول روانيږي.

 راځو فقر(غربت) ته چې فقر(غربت) څه شی دی. ولې د ټولنې وګړي ورسره لاس او ګرېوان دي او څنګه به دا بدمرغه اقتصادي ناروغي معالجه شي؟

افغانستان کې د فقر مسله لا څو لسېزې پخوا مطرح وه ، حتی د کرزي په وخت کې هم پنځوس سلنه وګړو د فقر د خط لاندې ژوند کول ،حتی د بشر حقوقو کمیسیون په یوه تازه راپور کې هماغه وخت ویلي ووچې شپیته سلنه افغانان د فقر د خط لاندې ژوند کوي او د دوی ورځنی عاید له پنځوس افغانیو څخه کم دی ، دې ته ورته ستونزه د اشرف غني په وخت کې هم د پام وړ وه حتی د نړیوال بانک  تازه راپورونه هم خورا د اندېښنې وړ وو او دي، د بيکاري چې په پایله کې یې فقر رامنځته کېږي په وروستیو کې ستونزه د پام وړ شوه چې باید اوسنی افغان نظام د اقتصاد د متخصصینو په مشوره د حل لارې ورته پيدا کړي .

په اوس وخت کې تقریبا په ټولنه کې  800  میلیون ماشومان ، سپین ږیري ، ځوانان د فقر د خط لاندې ژوند کوي.

د١٩٧٠ په لسيزه کې د فقر مسلې ډير اهميت پیدا کړ او د هیوادونو اقتصاد څېړونکې په دې هڅه کې شول چې د فقر اړوند د هیوادونو سلنه پیدا کړي او دد دې بدمرغه ناروغي علتونه وڅېړي.

فقر(غربت)داسې يوحالت دی چې په هغې کې خلک ډيرکم ياناکافي عايدات لري چې د هغه د ژوند لپاره بسنه نشي کولی .

بې وزلي لوږه،بې سرپنایي،ناروغي، ډاکتر ته د تللو وس نه لرل،لوږه مکتب ته نه لاسرسی ، د دندې نه لرل، راتلونکې ته د خوشبیني نه شتون، فقر مانا پاکو اوبو ته نه لاسرسی

اقتصادپوهانوداخبره  واضح  کړيده چې ناداره کورننۍ دخپل عايد 1\3 برخه په خوراکي موادو مصرفوي .

يا ،فقر داسې يوحالت دي چې په هغې کې د خلکوي وه خاصه طبقه حتى د ژوند  ابتدايي  ضرورتونه لکه،خوراک ،لباس اودهستوگنې ځاې نه شي برابرولی ،فقر د وروسته پاتې هيوادونو يوه ځانګړې نښه ده .هغه هيوادونه چې دپرمختگ په حال کې دي د فقرپه له منځه وړلوکې  باید سخت کوښښ وکړي ،فقرحتى په پرمختللو سيمو او قومونوکې هم وجودلري. خو په دومره اندازه نه

په بل عبارت که چيرته يوشخص يوخاص د ژوند د معيارپه پوره کولوکې پاتې راشي او هغه پوره نه کړایشي نوهغه فقيريا ناداره دی او هرکله چې هغه دغه معيارپوره کړی شي نو هغه  کس نورغريب نه دی.

ناداره هغه څوک دی چې هغوی دم توسط عايد دلاسته راوړلو څخه ډيرلیريپاتې وي.

د١٩٧٠ په لسيزه کې د فقرمسلې ډيراهميت پیدا کړ او د هیوادونو د اقتصاد څېړونکې په دې هڅه کې شول چې د فقر اړوند د هیوادونو سلنه پیدا کړي او د د دې بدمرغه ناروغي علتونه وڅېړي، د دې لپاره چې بې وزلي سمه وپيژنو دا موضوع تجزیه کوو ، په ډولونو یې وېشو  او د هر یوه لپاره په جلا حللارو باندې بحث کوو.

بې وزلي زیات ډولونه لري چې یو یې له هغې څخه مطلق فقر(Absolute Poverty) دی

پدې ډول په مطلقه توگه غريب خلک هغه دي چې د هغوي سره دومره وسايل نه وي چې هغوی خپل بنيادي ضرورتونه پوره کړای شي او د دې فقر د  معلومولو په وخت کې به داکتل کيږي چې څومره خلک  په داسې حالت کې قرار لري، چې په لنډه  توگه ورځنی عاید یې يو ډالر  ښودل شوی دی ،

د فقر بل ډول نسبي فقر(Relative Poverty) دی

Peter Townsend  1979 اقتصادي علم د فقر د دې مهم ډول اړوند خپلې څېړنې تر سره کړلې او د نسبي محرومیت اړوند یې تیوري وړاندې کړله

بعضې  متخصصین په دې اند دي چې د هغو افرادو شميرل چې فقرخط لاندې ژوندتيروي  او په نسبي ډول فقر ځپلي وي ، دا په دې مانا چې  لکه که چيرته د فقرخط٣٦٠ ډالر کلني عايدلاسته راغلي وي او يو فرد چې د هغه عايد٣٥٠ ډالرکلنې وي اودوهم فردچې دهغه کلنې عايد٣٠٠ ډالر دي، دا دواړه غریبان دي مګر د ۳۵۰ ډالرو کلني عاید لرونکی نسبتا فقر دی او د نسبي فقر خط لاندې ژوند کوي .

دفقرمنحوسه دايره(Vicious Circle of Poverty):

دا اصطلاح نن ورځ په اقتصادي بحثونو کې بېخي عامه شوې ده  دلته يوڅودايروي اړيکې چې دغربت ددايرويادفقردکړيو(Vicious Circles of Poverty )په نوم مشهورې شوي ليدل کيږي.داپه لږو پرمختللو هيوادونوکې دپ رمختياسطحه تل ټيټه ساتي.

نرکسي(Nurkse) په نوم یو اقتصاد پوه دی ، ددې اصطلاح معناپه دې ډول واضح  کوي.

 دا دايره چې له يو شمير ځواکونو څخه جوړه شوې چې يو د بل دوه برابره عمل کوي ، نو ځکه غريب هيواد نور هم د غربت او فقر په حالت کې ساتي .

دزبيلګې په توګه يو فقير سړی د خوړلو لپاره هيڅ نه لري،نو ځکه وږي دی، د ده روغتياخرابه شوه ،او له فزيکي پلوه سست شو، د ده دکارظرفيت راټيټ شو،د دې معنا داشوه چې نوموړ غريب شو،چې غريب شوخوړوته څه نه لري چې خوراک ته څه نلري نو روغتيا يې خرابه شوه.

 نرکسي  دهغوهيوادونوپه هکله چې دفقردايره پکې مسلطه ده او دپورته غريب سړي سره يي مشابه کړي

 وايي. A country is Poor because it is poor يعني يوهيوادغريب پاتې شوې داځکه چې هغه غريب وو/دی .

له همدې امله تقريباً تيره پېړۍکې پرمختللیو هيوادونو په پرله پسې توګه کال په کال شتمن شول او وده  يې وکړه خو پرمختيايي هيوادونه همداسې (پرمختيايي) پاتي شول ،

 يو پرمختيايي هيواد دغربت د څو څو کړيو څخه اغيزمن کيږي ، خو د ښه کيدون ښې يې نه راڅرگنديږي .

د هغو وگړي ضعيف ،بې سواده ،محافظه کاره،عنعنه پرست اوپه فکري انجماد کې گير خلک دي او د نويومفکورو،نوښتونو ته اصلا میل نه لري ، د کومو په پایله کې چې ا قتصادي پرمختيا رامنځته کېږي.سره لدې چې داسې هيوادونوکې دمړينې شميره ډيره زياته ده ،له بل پلوه یې  نفوس په گړنديتوب ډيريږي . ، سره له دې چې د رزق وعده الله تعالی په پاک کلام کې کړي، موږ پوره باور پرې لاري، مګر په اقتصادي بحثونو کې نفوس یو مهم شاخص دی .

د دې هيوادونو مجموعي اقتصادي فضا اوحالت دنه زغملو دی ،نوځکه د فقر د  دايرې په موجوديت کې پرمختيا او وده نش پيښيدلي .

پروفيسرنرکسي دا هم  وايي چې  د پانگې راټوليدل ډير ورو،ځنډني او لږوي ،دا ځکه چې د پس انداز له امله د سرمايې عرضه او پانگې اچونې ته د علاقې له مخې دپانګې لپاره تقاضا ټاکل کيږي .

 د فقر د علتونو ، اغېزو او حللارو اړوند به په نورو برخو کې تفصیلي بحث وکړو.

ان شاءالله

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب