جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهسرچينې: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي استعفا کړې ده

سرچينې: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي استعفا کړې ده

تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه)‏‏‏‏ راپورونه وايي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له پرځول شوي جمهوري نظام څخه په دنده پاتې افغان استازي غلام محمد اسحاقزي له خپلې دندې استعفا کړې ده.

ځينو افغان دیپلوماتانو ویلي، چې هغه خپله استعفا د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان ته وړاندې کړې ده.

د دغه استعفا دلیل د افغانستان د نظام نسکوریدل او کابل سره د غلام محمد اسحاقزي د اړیکې پرې کیدل ګڼل شوي.

خپله ښاغلي اسحاقزي يا د ملګرو ملتونو رسمي سرچينو تر اوسه دغه خبر نه دی تایید کړی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازيتوب په اړه د برخليک ټاکونکې کمېټې په ګډون د دغه نړيوال سازمان عمومي اسمبلۍ هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د طالبانو د بيا – بيا غوښتنو او ورته د خپل استازي په توګه د سهيل شاهين له معرفۍ سره بيا هم یاد شوي نړيوال سازمان دغه استازيتوب طالبانو ته ورنه کړ.

دغه سازمان منلې وه، چې غلام محمد اسحاقزی به په دې سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...