Homeخبرونهامریکا، روسیه او چین پاکستان د افغانستان په اړه بيا پاکستان کې...

امریکا، روسیه او چین پاکستان د افغانستان په اړه بيا پاکستان کې غونډه کوي

تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه)‏‏‏‏ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماریا زاخارووا ويلي، چې پاکستان به راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د ترویکا ( د افغانستان په اړه د امریکا، روسیه، چین او خپله پاکستان) د ګډې غونډې کوربه وي.

نوموړې د دغې غونډې د ترسره کيدو وخت د دسمبر ۱۹ يانې راتلونکې يکشنبه ښودلې ده.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په همدې ورځ تمه کيږي، چې پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د غونډې کوربه هم وي.

د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان غونډې ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي هم بلل شوی.

متقي تېر ځل هم پاکستان د ترویکا له غونډې سره هم مهاله پاکستان ته بللی او د طالبانو له واکمنیدو وروسته په لومړي ځل د امریکا، روسیې او چین له استازو سره د لابۍ لپاره کينول شوی و، خو د طالبانو د رسميت پېژندلو لپاره يې کومه پايله نه لرله.

د دغو هېوادونو او خپله د طالبانو د رامنځته کوونکي او اصلي مدافع پاکستان په ګډون ټول هېوادونه له طالبانو غواړي چې د واکمنۍ د رسميت پېژندلو لپاره يې د ټول ګډونه حکومت جوړیدل، له ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کول او دغه راز د ښځينه او بشري حقونو تامينول تضمين کړي.

طالبانو بيا ادعا کړې، چې دغه ټول شرایط يې پوره کړي، خو ملګري ملتونه او ګڼ هېوادونه هره ورځ د طالبانو د جنګي جرمونو او شړیدلې واکمنۍ په اړه اعتراضونه کوي.

طالبانو بيا دوی سره له یرغمل شویو افغانانو څخه د بیان ازادۍ او اعتراضونو حق تروړلی، خو ښکاره یې د موجوديت ادعاوې کوي.

1 COMMENT

  1. first talibs must be free from pakistan intiligency.
    afghans are against pakistan,because pakistan is our enemy..
    historically pakistan always want to destroyed afghanistan.p
    afghan knows.
    thanks

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...