جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهد رحماني کور او په پراخه کچه شتمنۍضبط شوي

د رحماني کور او په پراخه کچه شتمنۍضبط شوي

تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه)‏‏‏‏ راپورونه وايي، چې طالبانو د دوی پر ضد د جمهوري نظام د ولسي جرګې د رييس او خپل خواخوږي میر رحمان رحماني کور او په پراخه کچه شتمنۍ ظبط کړي دي.

دا کار په اسپانيا کې د نړۍ د پارلماني مشرانو په غونډه کې د وينا پر مهال د رحماني له طالب ضدو څرګندونو وروسته شوی دی.

رحماني يادې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، چې که نړۍ په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره طالبان تر فشار لاندې ونه نيسي، دغه هېواد به د داعش او القاعدې ډلو په خوندي پناه ځای بدل شي.

اوس ځينو سرچينو ويلي، چې طالبانو د رحماني د دغو څرګندونو په غبرګون کې طالبانو د رحماني کور، شرکت، دفتر، وسایط، غ تېلو زېرمې، صنعتي پارکونه او نورې شتمنۍ مصادره کړي دي.

د دې ترڅنګ یې د هغه یو شمېر نیږدې کسان هم بندیان کړي دي.

په دې اړه دقیق او مفصل جزییات نه دي ترلاسه شوي.

میر رحمان رحماني د طالبانو له واکمنیدو څخه لا وړاندې یو ځل پاکستان ته په سفر لاړ او د منتقدینو لخوا ېې پاکستان او طالبانو سره په پټو معاملو او د هماغه معاملو په اساس د جمهوري نظام د تخريب په ښکاره هڅو تورن شو.

رحماني د کابل د سقوط په ورځ د جمهوري نظام له يوه ډله نورو ورته تخريبونکو سیاستوالو سره پاکستان ته پناه یوړه او ويل کېږي، چې هلته یې مخامخ د پاکستاني چارواکو په منځګړيتوب د طالبانو له مشرانو سره ځینې هوکړې وکړې.

د دغو هوکړو له مخې رحماني سلګونه طالب جنګياليو ته هره څو وخته پیک شوي خوراکي توکي برابرول او طالبانو یې په بدل کې د رحماني د شتمنيو ساتل او حفاظت منلي وو.

میړ رحمان رحماني، چې مخکې د امریکايي ځواکونو د تر ټولو لویې اډې ( بګرام) یو ستر قراردادي و، له پخوا نه طالبانو سره سخته دښمني لرله.

هغه د افغانستان له تر ټولو لویو میلیاردرانو څخه ګڼل کېږي، تر دې چې په میلیونونه امریکایي ډالرو د پارلمان د ریاست د څوکۍ په اخيستو هم تورن دی.

رحماني او طالبانو د دوی د نقض شوې معاملې راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وياند څو ورځې وړاندې وویل، چې طالبان خپلو مخالفانو ته د عمومي بښنې اعلان ته ژمن دي، خو هغه کسان به دغه اعلان نه مستثنی نه وي، چې د دوی مخالفت ته دوام ورکوي.

4 COMMENTS

  1. shame for rakhmani.
    he was national corrupt.
    he got relation with Pakistan.
    always he did sabotage against afghan government.
    finally he got punishment from talibs.
    ONCE AGAIN SHAME FOR RAKHMANI CORRUPT

  2. سلام ! دافغانستان اسلامی امارت باید په دې هکله نورهم تکړه شی – دچور پور (شیرپور) ټول کورونه مزاییده سره خرڅ ، بیسې بیت المال ته واچول شی همداراراز دحاجی نبی خلیلی – ملاعزت عاطف – مسلمیار- هغه قصاب چې په خلکویې دسپی غوښې پلورلې او دوزارت دفاع دغوښو قراردادی وو -ټولې شتمنې ضبط او بیت المال ته واریز شی – داسې نور کسان هم ډیر دی په دې کړنو سره به دخلکو زړږنه لاسته راوړی په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب