جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهد کابل لومړۍ واوره، کرزي د خپل عکس پر ځای له بندیز...

د کابل لومړۍ واوره، کرزي د خپل عکس پر ځای له بندیز سره سره سندره خپره کړه

تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه)‏‏‏‏ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نن د ژمي لومړنۍ واوره وورېده.

د دود شوي عرف برعکس، چې نور کلونه ډېرو افغان سياستوالو او عامو خلکو په دې مناسبت له واورو سره خپل عکسونه خپرول، پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د طالبانو د واکمنۍ او پر موسيقۍ د بنديز باوجود يوه واورینه سندره پر خپلې ټویټر پاڼې خپره کړې ده.

دا سندره، چې کابل او ورښتونو ته يې لسګونه کاله وړاندې ويل شوې، په دې ډول ده:

‏مشک تازه میبارد ابر بهمن کابل

موج سبزه می کارد کوه و برزن کابل

حامد کرزي له سندرې سره يوازې د‌ سندرې همدغه برخه خپره کړې او د روان وضعیت او بېوزله افغانانو ته د مرګونو له ګواښه د ډک ژمي په اړه څه نه دي ويلي.

کرزی له موسيقۍ او هنرمندانو سره ډېر نه و را څرګند شوی، خو په دې شرايطو کې د دغې سندرې خپرول يې ممکن سياسي اړخ او د موسيقۍ پر بنديز د اعتراض بڼه هم ولري.

4 COMMENTS

  1. ۱۳ کاله ډېر وخت خو دغه ولس لا ویده دی کوم اسلام یوه جنایت کار ته دمشورې امتیاز ورکوی؟ داڅه ډول نهی ده؟

    کرزی وایی: طالبان بلل شوي‌ وو چې کابل ته ننوځي : خو دچا له لوری؟
    ټول خلک فاسدوا یی خو دالوی فاسد ته له کومه ځا یه ددغه اعتبار امتیا ورکول کیږی
    سره له دې چې د طالبانو جنګیالي د کابل ښار څنډو ته رسېدلي وو خو کرزی وایي چې «غرمه طالبانو زنګ راووهه : دڅه لپاره؟ دلته کرزی له طالبانو ځان لوړ شمیری دوحید عمر له لیک سره توپیر لری .

    ښاغلی کرزی وايي، خو کله چې ولسشمر غني له کابل څخه ووت هغه د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته زنګونه ووهل او د پولیسو په قوماندان پسې ګرځېده، خو «ټول تللي‌ وو. په مرکز کې چارواکي‌ نه وو،‌ د پولیسو مشر نه و، د قول اردو قوماندان نه و، نور قطعې هم نه وي،‌ ټول تللي‌ وو». دلته دافغانستان سیاسی موقف دکرزی په خبره دیوې غوجلې له حیثیته هم راټیټیږی

    «دقیقآ موږ د همدغه کار لپاره امادګي نیوله…». مانا دا چې کرزی دوهبدو کط ک

    ښاغلي کرزي وویل چې په روانو جګړو کې ټولو غاړو زیانونه لیدلي دي او دا هغه وخت خلاصېدای شي «چې افغانان په خپلو کې سره راټول او لاره پیدا کړي». کرزی بیاهم دګل جمو لپاره لاره هواروی

    طالبانو کابل ته له ننوتلو وروسته د نجونو لېسې تړلې دي،‌ خو ښاغلي کرزي ټېګار وکړ چې د افغانستان آینده کې باید هلکانو، نجونو او ښځو ته د تعلیم نړیوال حقونه ورکړل شي او هغوی باید په سیاست، ادارې،‌اقتصاد، ټولنیزو او نورو برخو کې خپل ځای ولري.
    کرزی دلته نړیوالو سره خواخوږی کې خبلې ګټې څېړی.

    له اسوشیتډپرس سره د مرکې په پای کې له ښاغلي کرزي پوښتل شوي ‌چې طالبان تعریف کړي، هغه ویلي دي: «زه یې افغانان تعریفوم، داسې افغانان چې د نورو ټولو افغانانو په څېر په تېرو ۴۰ کلونو کې یې په ژوند کې ډېرې سختۍ ګاللي دي». نوموړي زیاته کړه: «اوس زموږ د ټولو لپاره فرصت دی چې خپلو تېرو تېروتنو ته وګورو او سمې یې کړو.»
    دکرزی دارزګان سندره او۱۳ کلن امریکایی او نظاری بر بریت حخ غلی تیریږی هغه تېر وتنه بولی خو ړخامط غوښې کیسه یی اوس هم ګوګل شته رښتیا کرزی لیسانس دی؟

    څو ورځې مخکې د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد امریکا غږ سره په ځانګړي مرکې کې هم دا ډول څرګندونې کړې وې.
    یوکفن کش دبل کفن کش مثال راوړی

    نوموړي له کابل څخه د ښاغلي‌ غني‌ د وتلو په اړه وویل چې طالبانو او امریکا توافق کړی و چې طالب وسله وال به کابل ته نه ننوځي او افغان حکومت به یو باصلاحیته پلاوی استوي چې د همه شمول حکومت په جوړولو خبرې وکړې، خو وروسته معلومه شوه چې ښاغلی غني وتللی دی.
    غنی فراری ته: دشمن دانا بلندت می کند بر ز مینت میزند نادان دوست

    ولسمشر غني په خپلې دورې کې په وار وار دا خبره کړې وه چې خپله دوره به پوره کوي او له طالبانو یې هم غوښتي وو چې د ټاکنو له لارې دې واک ترلاسه کړي. که داخبره وه تا دڅه لباره ارګ کې بستره اچولې وه؟
    ګربه نادان لا هم بی منطقه سیاستولی کوی خدای دغرق کړه د قسیم څپېړ خوره

  2. دا سړی څوک دی چي نن سبا بیا پورته کښته کیږي او د افغانانو په استازیتوب خبري کوي؟. دې سړي خو د جورج ډبلیو بوش او د هغه کاوبایی ټیم په ډیکټه دوه ځله د افغانستان د فاسد جمهور رئیس په توګه شرمناکه دنده اجرا او د مافیایی دولتی سیسټم تهداب يې کېښود، اوس نور څه غواړي؟!

  3. دا ترسندوک چورکوونکی مداری کرزی او قاتل چورکوونکی ډبل عبدالله ته د فعلی خیزکو دنده اجنبیانو ورکړی ده او د اجنبیانو په مټو دی خائینینو ته وحشی طالبان هم څه نشی ویلۍ !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب