شنبه, مې 18, 2024
Home+وطن له یار سره وطن وي .../ فرشته جلالزۍ

وطن له یار سره وطن وي …/ فرشته جلالزۍ

وايي، امان الله خان ارمان کاوه چې په وطن کې مړ شي.
دایې د لور د خولې خبره ده.
په ۲۰۰۸ م کال کې مې له شهزادګۍ هندیې سره خبرې کولې.
مال (ما ورته ویل)  د خپل پلار د ژوند د وروستيو وختونو کیسه راته وکړه.
وايي،‌ سخت ناروغ و.
ویې نه ویل چې ناروغي یې څه وه.
خو وايي، له وطنه جدايي  سخت کړاوه.‌
وايي،‌ د سویس په یوه روغتون کې بستر و او ډاکترانو له خبرو او له خلکو سره له کتلو منع کړی و.
هندېی راته وویل چې پلار یې پوهېدلی و چې نه جوړېږي.
پخوا خو ناڅاپي مرګونه کم وو.
خلک به د مرګ پر بستر پرېوتل .
ښایي هغوخلکو به د مرګ په اړه د فکر کولووخت درلود.
ښايي له دې کبله به پخوانیو خلکو ویل چې سړی له خپله مرګه خبرېږي.
وايي،‌ په اخر کې یې له ډاکترانو غوښتنه کړه وه چې خونې ته یې  یوګرامافون ور پرېږدي.
وايي، ښايي‌ ډاکتران هم پوهېدل چې د جوړېدو نه دی نو اجازه یې ورکړې وه .
مال، په ګرامافون یې څه کول؟
وايي، امان الله خان د استاد قاسم دا سندره پرې ږغوله چې وايي:
گر بهشتم مې سزد، وصل نکویانم بس است
ور به دوزخ لایقم، تکلیف هجرانم بس است
دا د هندیې د خولې خبره ده چې همدې سندرې امان الله خان ساه ورکړه.
هندیې ویل  چې دې سندرې یې پلار ته داسې احساس ورکاوه لکه په وطن کې چې مري.
زه فکر کوم چې ایا ريښتیا، سکون به یې درلود؟
ایا ريښتیا، دوطن احساس به یې کاوه؟
دوطن احساس به د مرګ په وخت کې څرنګه وي؟
ایا ريښتیا په وطن کې مرګ به ارمان نه لري؟
دا خبرې مې د پښتو ژبې د خادم ، ډاکتر عبدالرزاق پالوال د وفات په اړه د ډاکترلطیف بهاند ترلیکنې پورې را یادې شوې.
ډاکترپالوال د وطن په غېږه کې ساه ورکړه .
وايي، په اخره کې یې د ژوند دښو شرایطو ارمان کاوه‌.‌
زه فکر کوم چې څرنګه ښه شرایط‌؟
یو نرم تلتک؟
یو پوست بالښت؟
ګرمه خونه ؟
د څراغ پاکه ښيښه؟
یو ګیلاس تود چاي؟
دخپلې لور پاسته لاسونه؟
د خپل زوي توده غېږ؟
له یوه پخواني اشنا سره پر پخوانیو وختونو خبرې؟
که چیشی؟
په دې ارمان کې څومره مسافر احساس نغښتی دی.‌
ایا دازما احساس دی؟
که ډاکتر پالوال په خپله خاوره کې مسافر و؟
زه فکر کوم چې کله – کله سړی هرځاي مسافر وي.‌
څه ښه یې ویلي:
وطن له یار سره وطن وي
چې یار یې نه وي، څه وطن څه بې وطنه ؟
ایا دغسې نه ده؟
دا څو ورځې مې له خپله ذهنه سره په جنګ یم.
نن بیا، دلته د خپل کور خواته ځنګلګي ته راغلم.
دلته ځان ته قناعت ورکولائ شم.‌
فکر کوم چې طبیعت یو دی.
فکر کوم چې دا مرغان،‌ ونې،‌ واښه  څه فرق لري؟
خو، یو دا ده چې دلته خاوره نمجنه ده، سړه ده.
د وطن خاوره وچه ده، ګرمه ده.
نه پوهېږم چې دا له مرګه زما وېره ده که دبې وطنۍ احساس دی؟
ريښتیا، امریکايی لیکوال  چارلس بکوفسکي وايي چې جدايي ترمرګ مخکې، د مرګ څکه درکوي !
فکر کوم چې د مرګ په څکه – څکه ژوند مکرر مرګ نه دی؟
اه ! که  دا سمه  وي، موږ څو – څو واره مړه شوي یوو!
زړه مې کرار – کرار دربېږي.

2 COMMENTS

  1. جلالزۍ خورې بس الله ج ته به خواست وکړو چي خپل خوږ وطن کي مو تلپاتې سوله، او د ژوند ټول اړین امکانات برابر سي او د وطن څه لیري دوستان مو د پردیو وطنونو څه را ستانه، او د دې مکرر مرګ څه وژغورل سي.

  2. آفرین فرشته جانې ډيره عالي او خوږه لیکنه دې کړی
    باور وکړه ستاسو دقلم قوت ډيرو لږو لیکوالو سره دی لیکه لیکه لیکه
    موږ ستاسو په څيرتکړه او زړه سواندو لیکوالو اوشاعرانو ته اړتیا لرو زموږ ژبه ډيره خواره ده همدا تاسو یی کولی شۍ بډایه یی کړئ
    زما په اندهرهغه څوک چی لیکل کولی شی اونه یی لیکلي ډيره جفا کوي
    قلم دی تاند او همداسې راوان اوسه خورکۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب