دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهم.م: له هرو ۱۰ افغان کورنيو يې ۷ کورنۍ په پور د...

م.م: له هرو ۱۰ افغان کورنيو يې ۷ کورنۍ په پور د ژوندي پاتې کيدو خواړه رانيسي

تاند:( چار شنبه ، د قوس څلور ویشتمه)‏‏‏‏ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سخت بشري ناورين د رامنځته کيدو له خبرداري سره ويلي، چې ۹۸ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

د دغه نړيوال سازمان د بشري حقونو د کمیسارۍ مرستیالې میرمن النشيف په جینیوا کې د يوې غونډې پر مهال دا هم وويل، چې له هرو لسو افغان کورنيو څخه ۷ کورنۍ همدومره خوراکي توکي په سختۍ سره په پور پیدا کوي، چې پرې ژوندي پاتې شي.

دغې نړيوال مقام د افغانستان وضعیت له دې کبله سخت ستونزمن ګڼلی او ويلي چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې انساني اساسي حقونه، ازادۍ او دغه راز د افغانستان ثبات له خورا ګواښونو سره مخامخ شوي دي.

هغې په دې برخه کې د افغانستان اقتصادي ناورين، د مخکينيو امنيتي او دفاعي منسوبینو هدفي وژنې، د ښځو او نجونو د حقونو پراخ نقض، مدني ټولنې ته ورپېښ ګواښونه او نور موضوعات په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره رامنځته شوي بدلونونه ياد کړي دي.

د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون وویل، چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې زیاتې دي خو د فقر له کبله د خلکو د مړينې خطر يادول او په دې تړاو د نړیوالو ادارو ارقام ناسم دي.

د طالبانو یوه مخکښ سياسي مشر انس حقاني بيا ويلي، چې له لوږې یې د چا مرګ نه دی لیدلی، روزي خدای تعالی ورکوي او په واښو خوړلو هم انسان ژوندی ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب