دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد واښو خوړلو په اړه د انس حقاني څرګندونو پراخ غبرګونونه پارولي

د واښو خوړلو په اړه د انس حقاني څرګندونو پراخ غبرګونونه پارولي

تاند:( چار شنبه ، د قوس څلور ویشتمه)‏‏‏‏د طالبانو د حقاني شبکې يوه مخکښ مشر انس حقاني په هغو څرګندونو د زرګونو افغانانو توند غبرګونونه پارولي، چې وايي د روزۍ ذمه خدای تعالی کړې او په واښو خوړلو هم انسان ژوندی ساتي.

نوموړي دا خبره د بي بي سي ټلویزیون په یوه مرکه کې کړې وه.

انس حقاني دا مرکه له يوې انګليسي ژبې خبریالې سره کړې، خو ښاغلي حقاني په پښتو ژبه خبرې کړي دي.

دا مرکه بي بي سي فارسي ټلويزيون هم ژباړلې او خپره کړې، خو هغه جمله یې نه ده ژباړلې چې انس حقاني پکې په وښو خوړلو هم د خدای تعالی لخوا د انسانانو د ژوندي ساتلو خبره کوي.

انس حقاني نه ده روښانه کړې، چې دی هم خلک واښو خوړلو ته هڅوي او که يې د لوږې پر وړاندې مقاومت او روحيه لوړوي؟

د نوموړي دغه څرګندونې پرون تاند وېبپاڼې رسنيزې کړې، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د افغانستان په اړه تر ټولو لوی ټرینډ ورڅخه جوړ شو.

د طالبانو مشهور منتقد او لیکوال مجید قرار پر خپلې فيسبوک پاڼې د تاند وېبپاڼې د اړوند خبر له شریکولو سره لیکلي: هغه بل خره یې بغارې راباندې وهلې، دی واښه راباندي خوري. جدید اسلامي نظام نخرې را وکړې.

بل مشهور ليکوال نجيب ننګيال په دې اړه لیکلي: جنجال دا دی چې هیڅ نسخه یې کار نه ورکوي. وچکالي ده. واښه هم نشته.

ډېرو نورو خلکو هم په دې اړه مختلف غبرګونونه ښودلي او د شنو ګیاوو د عکسونو په خپرولو یې د انس حقاني څرګندونې نقد کړي او ريشخند کړي دي.

د طالبانو تبليغاتي مبلغينو د انس حقاني د دفاع او د خلکو د ځواب لپاره څه نه دي ويلي.

حقاني مخکې په یوه بله مرکه کې ويلي و، چې طالبان نړیوالې ټولنې ته کومه اړتيا نه لري، بلکې نړیواله ټولنه دوی سره د اړيکو ښه کولو ته مجبوره ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ډېر چارواکي په پرله پسې ډول له امریکا او نورو هېوادونو څخه د دوی د په رسميت پېژندلو او ورسره د مرستو په اړه په عذر ناکه بڼه غوښتنې کوي.

6 COMMENTS

  1. اي خلکه! که ځمکه د اوسپنې شي او د اور باران ووريژى پدي حال که هم الله ج رزق ورکوي. الله ج درزق وعده کړي ده او دا خبره ملکوتي ګرنټي شوي. دا نبوي او ملکوتي علوم دي پدي د هر چا سر نه خلاصيژي.

  2. دقرار او بی نګیال پوه دومره نده چی په اسلامی احکامو یی عقل کار وکړی دوی دامپریالیزم په دروازه کی تړلی سپیان دی چی بدون له دی خپل او پردۍ وپیژنی غپل یی شروع شی دا بی ضمیره اوس به دتل لپاره دجلاوطنی او د بل په خدمت کی وی هیټلر ډیر ښه ویلی ؤ چی کثیفترین انسانان هغوی ؤ چی د خپل وطن په اشغال کی یی زموږ سره کومک کړی دی

  3. سمه ده چې الله تعالی ويلي چې ستاسې رزق په اسمان کې دی
    رزقکم في السماء
    خو دا يې هم ويلي دي چې
    وان ليس للانسان الا ما سعی
    او همدارنګه
    …اذا نودی الی الصلاة من يوم الجمعة فاسعوا الی ذکر الله وذروا البيع …
    فاذا قضيت الصلوة فانتشروا في الارض وابتغوا من فضل الله…
    ان تر دې چې د جمعې پر ورځ هم چې له لمانځه نه خلاص شوئ، نو په ځمکه کې خپاره شئ مانا دا چې بيرته د خپل کسب وکار پسې شئ. داسې نه چې خواري مزدوري نه کوي او رزق خدای ورکوي، نو دا د عادت خلاف خبره ده.
    خپله خواري تپ وتلاش به کوې او نور به الله تعالی ورته په کاروبار او رزق کې برکت اچوي.

  4. دوی لکه چې له ګدو یا خرو سره په یوه آخور واښه خوړلی دي . همدومره به یې عقل رسیږي .

  5. خدایه دا دي څه کانه را وکړه چي د سړو په ځای دي خره او د خرو زامن را باندي حاکم کړه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب