دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد‌‌ مرموزو هدفي وژنو دوام: نن ۳ وژنې افشا شوې دي

د‌‌ مرموزو هدفي وژنو دوام: نن ۳ وژنې افشا شوې دي

تاند:( چار شنبه ، د قوس څلور ویشتمه)‏‏‏‏د‌ ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسارۍ لخوا د مرموزو وژنو په دوام ‌د‌ طالبانو له تازه تورنیدو سره هم مهاله، نن په افغانستان کې د ۳ نورو دغسې وژنو افشاګري شوې ده.

له کندوز ولايت څخه په خپور شوي راپور کې راغلي، چې په دغه ولایت کې د مخکینۍ اردو د يوې لېوا مالي مسوول، جګړن همایون دلشاد په مرموز ډول وژل شوی دی.

په ورته وخت کې له غزني ولايت څخه د سلطان محمود په نوم د یوه خصوصي روغتون د مشر ډاکټر معراج وقار د وژل کيدو خبر هم ورکړل شوی.

ځايي سرچينې وايي، چې نوموړی نیږدې دوه اونۍ مخکې وتښتول شو او طالبانو يې کورنۍ ته د ترلاسه کولو ډاډ ورکړ.

ويل شوي، چې د هغه مړی په یوه ژوره څاه کی موندل شوی دی.

له بدخشان ولايت څخه راپورونه وايي، چې هلته په مرموزه توګه د يوه وژل شوي ځوان جسد د برهان الدين رباني روغتون ته لېږدول شوی.

سرچينې وايي، چې دغه ځوان د فیض آباد ښار د پینځمې ناحیې اړوند د جلغر غره په لمن کې وژل شوی دی.

ددغه ځوان پر بدن د چاقو د اتو ګوذارونو نښې لیدل شوې دي.

تراوسه ددغه کس هویت او د وژلو څرنګوالی نه دی روښانه شوی.

د طالبانو چارواکو د دغو هدفي وژنو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د دوی وياند ذبيح الله مجاهد څو ورځې مخکې د طالبانو له خوا د خپلو مخالفانو او نورو خلکو هدفي وژنو نه منکر شو، خو نن د ملګرو ملتونو په يوه خپور شوي راپور کې راغلي چې طالبانو له واکمنیدو سره يې ګڼې هدفي وژنې کړي او له هغې ډلې ۷۲ دغه وژنې ثبت شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب