یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه په لوړیدو ده

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه په لوړیدو ده

تاند:( چار شنبه ، د قوس څلور ویشتمه)‏‏‏‏ د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه بیرته مخ په لوړېدو ده.

راپورونه وايي، چې نن دغه د یوه امریکايي ډالر بیه له ۱۲۵ افغانيو څخه ۱۰۳ افغانيو ته را ښکته شوې، يانې د افغانۍ ارزښت بیرته په لوړېدو دی.

د شهزاده سرای د صرافۍ مارکيټ مرستيال حاجي داد ګل وويل، چې د افغانيو د ارزښت لوړیدو مهم دلیل د دغې بیې د کنټرول لپاره وروستۍ حکومتي هڅې دي.

طالبانو اوړمه ورځ وويل، چې د رييس الوزرا د مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یې یو لوړپوړی پلاوی ټاکلی څو د افغانيو د ارزښت ساتلو لپاره کار وکړي.

حنفي په یوه خبري غونډه کې په بهرنيو پيسو راکړه ورکړه منع او د ډالرو قاچاق ملي خیانت اعلان کړ.

د یادونې وړ ده، چې له تېرو ۱۰ ورځو راهيسې د يوه امريکايي ډالر بیه له ۹۰ افغانیو څخه ۱۲۵ افغانيو ته رسیدلې وه.

په افغانستان کې د ډالرو خورا کمښت، بهرنيو هېوادونو ته یې پراخ قاچاق، د افغانستان د شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالره بانکي زېرمې کنګلیدل او دغه راز ملایانو ته د افغانستان د اقتصادي او ټولو حکومتي چارو په لاس ورتلل د دغه وضعيت اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب