یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد دولتي مامورينو د ۲ مياشتيني معاش د ورکړې وعده وشوه

د دولتي مامورينو د ۲ مياشتيني معاش د ورکړې وعده وشوه

تاند:( چار شنبه ، د قوس څلور ویشتمه)‏‏‏‏ د طالبانو د ماليې وزارت وياند احمد ولي حقمل ژمنه کړې، چې د دولتي کارکوونکو د دوو مياشتو معاشونه به ورکړل شي.

نوموړي د دې وعدې د زر عملي کیدو وعده کړې او ويلي، چې دا کار به په نيږدې راتلونکي کې ترسره شي.

دغه طالب وياند د تېرې میاشتې په ۲۹ مه د یوې خبري ناستې پرمهال ژمنه وکړه، چې زر به د دولتي کارکوونکو د درېيو مياشتو معاشونه ورکړل شي.

له هغې ژمنې دا دی،‌ یوه میاشت په پوره کیدو ده، چې طالبان د خپلې واکمنۍ له څلور مياشتيني کیدو سره د دوو مياشتو د معاشونو د ورکړې ژمنه کوي.

تېره اونۍ د طالبانو يوه مطبوعاتي مشر سهیل شاهین له افغانستان انټرنشتال ټلويزيون سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې ټولو دولتي کارکوونکو ته د ۳ مياشتو معاشونه ورکړل شوي.

د دولتي ادارو کارکوونکي وايي، چې د بې معاشۍ له کبله سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی اوج ته رسېدلی اقتصادي او بشري ناورين، د توکیو او لګښتونو لوړیدل، خونړی ژمی او نورې ستونزې د بې معاشۍ اړوند ګڼي او وايي، چې حتی دفترونو ته د تلو کرايه قرضوي.

معلومه نه ده، چې د طالبانو دغه تازه وعده به کله پوره شي؟

نن پر افغانستان د طالبانو د واکمنیدو څلور میاشتې  پوره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب