یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ناورينونو مسووليت اخيستل، کرزی وايي ط ده کابل ته راوستل

د ناورينونو مسووليت اخيستل، کرزی وايي ط ده کابل ته راوستل

تاند:( چار شنبه ، د قوس څلور ویشتمه)‏‏‏‏ ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په يوه تازه مرکه کې کابل ته د طالبانو د ننوتو مسووليت پر غاړه اخيستی او ويلي، چې طالبان د ده په غوښتنه کابل ښار ته ننوتي او قدرت يې په لاس کې اخيستی.

حامد کرزي په دې مرکه کې پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه کړې، چې له افغانستان څخه په ناڅاپي وتو یې طالبانو ته د قدرت د انتقال پلان خراب کړی دی.

ښاغلي کرزي په دې خبرو هڅه کړې، چې د طالبانو د په زوره واک ته رسېدو او د نه مشروعیت دفاع وکړي.

حامد  کرزي اسوشیتید  پریس خبري اژانس ته ویلي، چې ده او عبدالله عبدالله د اګست په ۱۴ مه له پخواني ولسمشر اشرف غني سره وکتل او په دې یې سره موافقه وکړه چې دوی دوه قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره د واک پر شراکت خبرې وکړي.

ده همداراز ویلي چې د اګست په ۱۵ مه کله چې ده د اشرف غني له دفاع وزیر بسم الله محمدي سره تماس ونیوه چې ایا حکومت شته که سقوط دی، محمدي ورته وویل چې له ده سره یوځای له کابله ووځي.

ده ویلي، د ماسپښین ۲ بجې او ۴۵ دقیقې وې چې ولسمشر غني له هویاده ووت. وروسته ده دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د کابل امنیه قوماندان ته ټېلفونونه وکړل خو یو هم نه وو، ټول تللي وو.

د هغه یو شمېر منتقدینو بیا حامد کرزي نه پوښتلي، چې دی څوک دی، چې طالبان يې کابل ښار ته غوښتي او د واک ته رسېدو مشروعيت يې ورکړی.

د منتقدینو په وینا، حامد کرزی خپله څه کاره و، کوم مسووليت، صلاحيت او مشروعيت يې درلود، چې طالبان يې کابل ته بللي او د زور له لارې واک ته رسیدل يې په دې ډول توجيه کوي؟

پخواني ولسمشر په عین حال کې ويلي، چې طالبان دې د خپل مشروعيت لپاره لويه جرګه وغواړي.

طالبانو د کرزي دغې پرله پسې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

لويه جرګه، چې د افغانستان په تاريخ کې د ملي برخليک ټاکلو کې تر ټولو لرغونې، مقتدره او اغېزناکه مرجع ده، طالبان او د پاکستان د مدرسو نور روزلي افراطيان ورڅخه کرکه لري.

ويل کيږي، چې پاکستاني مدرسې تر ډېره حده د افغانستان د دغسې مقتدرو مراجعو خلاف دي او ورته د مراجعې پر ځای د دا ډول ادرسونو په تخریب او نابودولو ډېر تمرکز کوي.

2 COMMENTS

  1. د پنجاب جاسوس په خپل تاریخي خیانت رسما اعتراف وکړ. دغه د شګې شیطان د خپل کرغېړن ریاست له پای ته رسېدو نه وروسته تل د عبدالله ملاتړ کړی او د قانوني او انتخابي ولسمشر سره خیانت کاوو . کړزې به غوښتل داسې یوه ورځ راشي چې بیا د افغانستان د جمهوري ریاست پرڅوکۍ کښینی ، که هغه یوه ورځ د موقت حکومت په نوم هم وي .
    په کومه ورځ چې کړزي د افغانستان خایین پیلوټان په کوئټه کې پنجابیانو ته معرفي کول ، په لومړي ځل پنجاب ته د وفاداري او افغان ملت ته د خپلې جاسوسي څهره وښودله .
    کړزی اوس د هېواد او خلکو په وړاندې هېڅ مسوولیت او محبوبیت نه لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب