یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبریتانیايي مرستندویې موسسې د افغان ماشومانو لپاره بسپنه ټولوي

بریتانیايي مرستندویې موسسې د افغان ماشومانو لپاره بسپنه ټولوي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۴مه) د بریتانیا لویې مرستندویې موسسې په ګډه په افغانستا ن کې د یو ملیون افغان ماشومانو لپاره چې په ژمي کې یې ژوند له خطر سره  مخامخ دی، پیسې ټولوي.

په دې موسسو کې، چې دDEC  په نوم یادېږي، د بریتانیا د نړیوالې ژغورنې کمېټه، د بریتانیا سور صلیب، سېف دي چلدرن او کافوډ شاملې دي.

دوی به د هغو خیریه موسسو لپاره بسپنه ټوله کړي چې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط، وچکالۍ، لوږې او کووید نولس له کبله له راغلي بشري بحران سره فوري مرستو ته اړتیا لری.

ډي اي سي وايي، په ژمي کې د لوږې د خطر له کبله ۸ ملیونه افغانان مرستې ته اړتیا لري.

دوی همداراز وايي چې یو ملیون ماشومان، چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کشر دي، په راتلونکو درو میاشتو کې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د بریتانیا د خیریه موسسو د مرستې د غوښتنې (اپیل) اعلان به له نن (چهارشنبې) څخه د بریتانیا په تلویزیونونو او راډیوګانو کې خپور شي.

په بریتانیا کې په داسې حال کې د افغان ماشومانو لپاره، چې لوی اکثریت یې له خوارځواکۍ او په نتیجه کې یې له تدریجي مرګ سره مخامخ دي، مرستې ټولېږي چې د افغانستان ډېرو اوسنیو چارواکو ته دا بحران د درک وړ نه دی او فکر کوي چې انسان د وښو په خوړولو هم ژوندی پاتې کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب