جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپروان: ۵ ط وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي

پروان: ۵ ط وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي

تاند:( یکشنبه ، د قوس يو ويشتمه)‏‏‏‏د پروان په بګرام ولسوالۍ کې نن ۵ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، چې دغه پېښه د یوه رنجر موټر له چپه کېدو سره رامنځته شوې ده.

د پروان د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر اول ګل حق پرست وايي، چې په پېښه کې د دغه موټر پنځه تنه سپرلۍ وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

له موټر چلولو او د دندو د سيمو له اراضۍ سره د طالبانو د ځواکونو نابلدي د داسې پېښو عمده دلايل ګڼل کېږي.

د طالبانو ډېری جنګيالي، چې په مدرسو او جنګي سنګرونو کې روزل شوي، د موټر چلولو او امنيت ساتنې اړوند د نورو چارو سمه مسلکي روزنه يې نه ده ترلاسه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...