ارشاد علي
په ۱۹۰۸ کال د مې میاشتې په ۲۸ د لندن د ګرین سټریټ په یوه شتمنه کورنی کې زیږیدلی، پلار يې ویلنټاین فلېمینګ او مور يې ایولین نومیده. پلار يې د هېنلي ښار څخه د پارلمان غړی و، او په ۱۹۱۷ کال کې د جرمني ځواکونو په ډزو سره وؤژل شؤ. مور يې د خاوند له مړینې شپږ کاله وروسته، بل چا سره واده وکړ. یو سکه خور او دوه وروڼه يې لرل. د ډنفورډ په نامه ښوونځي ته ورشامل شو، څه وخت بعد يې دا ښوونځۍ پریښود، او ایتون کالج ته داخل شو، یوه مجله يې د کالج لپاره ولیکله او دوه کاله يې د لوبې ګټونکي مډال وګاټه. وروسته شاهي نظامي کالج ته ورداخل شو، له کال څخه کم وخت يې هلته تیر کړ، لږ وخت يې د مونيخ او جینوا په پوهنتونونو کې چکر ولګاوه. په ۱۹۳۱ کال کې يې په جینوا کې د مونېکا په نامه له انجلۍ سره کوژده وکړه، مور يې ترې خفه او کوژده يې بیرته له منځه يوړله، د این کارتیز په نامه له یوې طلاقې شوي ښځې سره يې واده وکړ، کاسپر ددوی یوازېنۍ تولد شوی زوی وو. وړاندې تر دې چې لیکوال شي مختلفې دندې یې ترسره کړې؛ په دویمه نړیوال جګړه کې يې د برتانوي سمندري ځواکونو څارګر افسر په توګه دنده ترسره کوله، د Golden Eye پلانونکي عملیات، او د دوو غوره ګروپونو: 30 Assault Unit او T-Force په تشکیل کې يې غوره ونډه لرله. دده دغه خدمتونه او د ژورنالیست په صفت دنده ترسره کولو زیات اثرات دده مشهورو ناولونو (جیمز بانډ سیرایز) په ژورو/اوږدو کې تر سترګو کیږي. جیمز باند یو خیالي څارګر افسر دی چې د انګلستان څارګرې ادارې( MI6) لپاره کار کوي، په 007 سره هم مشهور دی. فلېمینګ دې دغه لړۍ لومړی ناول Casino Royale په ۱۹۵۲ کال کې ولیکلو، ښه هر کلۍ ورته وشو او زیات وپلورل شو. له ۱۹۵۲ نه تر ۱۹۶۴ کال پورې يې ۱۱ بانډز ناولونه ولیکل. دغه کتابونه د زیات پلورل شویو په لست کې راځي چې سلګونه میلیونه کاپی پلورل شوي، ۲۶ ځله د اوو بیلابیلو اداکارانو (اکټرانو) لخوا فلمي شوي. فلېمینګ زوی مړي زیات شراب او سیګریټ څکول، په ۱۹۶۴ کال کې زړه د ناروغۍ له کبله ومړ. دده په ژوند جان پیرسن یو کتاب لیکلی، THE LIFE OF IAN FLEMING نومیږي.
مشهور ناولونه يې:
CASINO ROYALE-1953
DR, NO-1958
THUNDER BALL-1961
FROM RUSSIA WITH LOVE-1957
THE MAN WITH THE GOLDEN Eggs
ماخذ( CIA. Twitter)