یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکام اییر د کابل - تاشکند ترمنځ الوتنې بیا پیلوي

کام اییر د کابل – تاشکند ترمنځ الوتنې بیا پیلوي

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۲مه) د افغانستان کام اییر خصوصي هوايي شرکت به سر له سبا (سې شنبې/ د دسمبر ۱۴مه) د کابل او تاشکند ترمنځ د سپرلیو الوتنې پیل کړي.

په ازبکستان کې د کام اییر هوايي شرکت دفتر پرون (یکشنبه) تریند خبري اژانس ته وویل «موږ زېری لرو، موږ د دسمبر له ۱۴ څخه تاشکند ته الوتنې بیا پیلوو.»

د کام اییر هوايي شرکت ویندوی وویل چې په لومړي سر کې به په اوونۍ کې دوې الوتنې پیل شي او دا الوتنې به د سې شنبو او شنبو په ورځو وي.

تېره میاشت د کام اییر هوايي شرکت ريیس زمري کامګار باختر خبري اژانس ته ویلي و چې د کابل – تاشکند ترمنځ به د دسمبر په لومړیو کې الوتنې بیا پیل  کړي.

د ښاغلي کامګار په وینا په هوايي ترانزیت کې د دوو خواوو ترمنځ یو څه ستونزې وې او اوس حل شوې دي.

خو تریند خبري اژانس وايي چې ازبکستاني چارواکو ورته ویلي چې د کابل او تاشکند ترمنځ د منظمو الوتنو د بیا پیلېدو په اړه معلومات نه لري.

کام اییر هوايي شرکت روانه اوونۍ په تېرو ۴ میاشتو کې د لومړي ځل لپاره د هند ډیلي ته الوتنه وکړه. دغه هوايي شرکت متحده عربي اماراتو ته هم الوتنې پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب