یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان بانک: څه باندې ۱۹ ميليونه ډالره افغانستان ته را ورسیدل

افغانستان بانک: څه باندې ۱۹ ميليونه ډالره افغانستان ته را ورسیدل

تاند:( یکشنبه ، د قوس يو ويشتمه)‏‏‏په افغانستان کې د افغانيو پر وړاندې د ډالرو د بیې له بېسارې لوړیدو سره هم مهاله، د افغانستان بانک نن وویل چې څه باندې ۱۹ ميليونه ډالره افغانستان ته رسیدلې ده.

‏د دغه بانک په يوه لنډه اعلامیه کې راغلي: د بشري مرستو درېیمه کڅوړه چې نولس اعشاریه دوه (۱۹,۲) میلیونه امریکایي ډالر دي ورسیده.

سرچينې زياته کړې: له هوايي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک (AIB) د هغي د لېږد زمینه د افغانستان بانک لخوا برابره شوې وه.

د شهزاده سرای يوه صراف وويل، چې نن مازيګر ۳ بجې د يوه ډالر بیه ۱۱۴ افغانيو ته ورسیده.

ويل شوي، چې د دې وضعيت له کبله طالبانو د کابل شهزاده سرای وتړه، څو د ډالرو د لا لوړیدو مخه ونيسي.

طالبان د ډالرو د بیې د لوړېدو دليل د امريکا متحده ايالاتو له خوا د افغانستان د شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالرو بانکي زېرمې کنګلیدل ګڼي او غوښتنه لري، چې دغه زېرمې باید ازادې او د افغانانو د استفادې وړ وګرځي.

صرافان بيا وايي، چې له افغانستان څخه د پانګې فرار، د سوداګرۍ او بهرنيو مرستو کمیدل د ډالرو د کميدو او ګرانیدو عمده هغه دلايل دي.

د ډالرو د بیې له لوړیدو سره په افغانستان کې د خوراکي او نورو توکيو بيې هم خورا لوړې شوي، چې د فقر او بېوزلۍ کچه يې پورته بیولې ده.

دا هر څه د اګست له پینځلسمې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، شديد شوي دي.

د صرافانو ټولنه ټينګار کوي، چې د هېواد سياسي وضعيت د ډالرو پر بيې مستقيم اغېز لري.

خلکو له طالبانو غوښتي، چې نړيوالې ټولنې سره تعامل وکړي څو افغانستان له دغه مخ په ځوړ وضعيت او بېساري وژونکي فقر و ناورين څخه وژغورل شي.

د ټول شموله حکومت جوړول، له ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کول او د ښځينه او بشري حقونو تضمين له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې عمده غوښتنې دي.

طالبانو په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی او يوه مخکښ مشر یې انس حقاني خو دا هم ويلي، چې دوی نړۍ ته محتاج نه دي، بلکې نړۍ ورته محتاجه ده او باید د دوی پر وړاندې تسلیم شي.

د طالبانو منتقدین بيا وايي، چې داسې چلند سره به طالبان د افغانانو د هر ډول زیان او تلفاتو مسوول وي.

3 COMMENTS

  1. افسوس چی د طالبانو د سرتمبګۍ او په دولت داری کې د دی ټولو ناکامیو بیه هره ورځ زموږ مظلوم ولس، کنډی رنډی او بی وزلي کورنۍ د دولت مامورین او حتی د ټیټو رتبو طالبان باید ورکړي، خپله د طالب مشران ځینی قطر کې په مفشنو ځاینو او هوټلونو کې ژوند کوي او ځینی نور بیا کابل کې په لوړو چوکیو کی ناست دي چی که يو ډالر دوه سوه افغانیو ته هم لوړ شي د دوي پر ژوند کمه بده اغیزه نکوي.
    راځۍ چی د بین المللي ټولنی هغه غوښتنی چې تر اوسه طالبانو د هغه د نه عملي کولو پواسطه وطن ولس باندی په جهنم اړولی دی یوه لنډه کتنه وکړو چې دا څه رنګه غوښتنی دي چې طالبان د هغه د پلی کولو نه وحشت لري ، دا غوښتنی په لاندی ډول دي

    ـ. نجونو پر مخ دی ښوونځي ونه ټړل شي

    ـ. ښځی دې د کار کولو نه محرومی نشي.

    ـ. یو پراخ بنسټه اداره چی ټولو افغانانو ته دې قبول وړ وي جوړه شي.

    ـ. ترخګرو ته دی هیواد کې ځای ورنکړ شي

    ـ بشرحقونو او د افکارو ازادۍ ته دی احترام وشي.

    اوس دې هر د سلیم عقل خاوند ووائي چې د بین المللی ټولنی په غوښتنو کې کوم یو زموږ د ولس په ګټه نده او کوم یو یی د اسلام د مبین دین د اساساتو پر خلاف ده ، باور وکړۍ چې ټولی غوښتنې د اسلام د مبین دین مطابق او زموږ د خلکو او همدارنګه د اسلامی امارت په ګټه ده، نو که طالب مشرانو کی لږ عقل او پوه هم وي او پنجاب نه دستور نه اخلي ، د افغانستان په دردیدلو او مظلومو خلکو یی زړه سوزي بی له ځنډه دې پورتني غوښتنی چې زموږ د ولس غوښتنی هم دي پلی او دا دې عملأ ثابته کړي چې په رښتیا هم دوي خپلواکه دي چې یوازی د خپلو خلکو هوساینه او د وطن آبادی غواړي

  2. وروڼو السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
    دغه څه باندی نولس میلیونه ډالر د نصرت یوه برخه ده چی امریکی راکړه نور نصرت هم امریکی سره شته که رایی کړ لږ به ښه سو که نه تر دی هم ډیره لوګه راباندی را ځې بغاری ووهئ امریکا نور نصرت هم را کوی بی بغارو نه کیږی کرزی ب تکړه و هغه ته یی میلیاردونه ورکول هماغه رامخته کړی چپن او قره قولی کی یی ډیر نصرتونه وو اوس بیا پکار ده

  3. که ولس د رئیس البغرا امر پرځای کړي او لږ نور هم بغارې ووهي ، خدای تعالی به امریکا او نوره نړۍ پر مونږ مهربانه کړي او نور ډېر ډالر به را ولېږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب