یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ۸۰ نور داعشیان تسلیم شول

ننګرهار کې ۸۰ نور داعشیان تسلیم شول

تاند:( یکشنبه ، د قوس يو ويشتمه)‏‏‏ په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي دوی ته د ۸۰ تنو داعش وسله والو د تسليمۍ خبر ورکوي.

په د ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رئیس ډاکتر بشیر وویل چې دا ۸۰ تنه داعشیان د ځایي قومي مشرانو په منځګړتوب تسليم شوي.

د هغه په وينا، دغو داعشیانو ژمنه وکړه چې نور به له داعش ډلې سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي.

ډاکټر بشیر وایي، تسلیم شویو کسانو ته یې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله د حکم په اساس، چې د عمومي عفوې په تړاو دی، بښنه کړې ده.

د ننګرهار د استخباراتو ریاست د معلوماتو له مخې، له کله چې دوی واک ته رسیدلي د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې تراوسه ۴۵۰ داعش وسله وال تسلیم شوي دي.

پرون د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وويل چې په افغانستان کې د داعش د غړیو شمېر تر زرو کسانو کم دی چې په هغو کې ۶۰۰ نیول شوي دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په وروستیو کې په کابل او ننګرهار کې د اکثرو بمي بریدونو مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی. دغو بریدونو خلک اندېښمن کړي خو طالبان وايي چې د داعش بریدونه جدي ګواښ نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب