یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهیو ډالر ۱۱۴ افغانۍ، شهزاده سرای وتړل شو

یو ډالر ۱۱۴ افغانۍ، شهزاده سرای وتړل شو

تاند:( یکشنبه ، د قوس يو ويشتمه)‏‏‏ ‌په افغانستان کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو د بیې د بېساري لوړیدو په غبرګون کې طالبانو نن د پيسو د معاملاتو تر ټولو ستر مرکز ( شهزاده سرای) وتړه.

د شهزاده سرای يوه صراف وويل، چې نن مازيګر ۳ بجې د يوه ډالر بیه ۱۱۴ افغانيو ته ورسیده.

ويل شوي، چې د دې وضعيت له کبله طالبانو د کابل شهزاده سرای وتړه، څو د ډالرو د لا لوړیدو مخه ونيسي.

طالبان د ډالرو د بیې د لوړېدو دليل د امريکا متحده ايالاتو له خوا د افغانستان د شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالرو بانکي زېرمې کنګلیدل ګڼي او غوښتنه لري، چې دغه زېرمې باید ازادې او د افغانانو د استفادې وړ وګرځي.

صرافان بيا وايي، چې له افغانستان څخه د پانګې فرار، د سوداګرۍ او بهرنيو مرستو کمیدل د ډالرو د کميدو او ګرانیدو عمده هغه دلايل دي.

د ډالرو د بیې له لوړیدو سره په افغانستان کې د خوراکي او نورو توکيو بيې هم خورا لوړې شوي، چې د فقر او بېوزلۍ کچه يې پورته بیولې ده.

دا هر څه د اګست له پینځلسمې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، شديد شوي دي.

د صرافانو ټولنه ټينګار کوي، چې د هېواد سياسي وضعيت د ډالرو پر بيې مستقيم اغېز لري.

خلکو له طالبانو غوښتي، چې نړيوالې ټولنې سره تعامل وکړي څو افغانستان له دغه مخ په ځوړ وضعيت او بېساري وژونکي فقر و ناورين څخه وژغورل شي.

د ټول شموله حکومت جوړول، له ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کول او د ښځينه او بشري حقونو تضمين له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې عمده غوښتنې دي.

طالبانو په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی او يوه مخکښ مشر یې انس حقاني خو دا هم ويلي، چې دوی نړۍ ته محتاج نه دي، بلکې نړۍ ورته محتاجه ده او باید د دوی پر وړاندې تسلیم شي.

د طالبانو منتقدین بيا وايي، چې داسې چلند سره به طالبان د افغانانو د هر ډول زیان او تلفاتو مسوول وي.

1 COMMENT

  1. دا یاید اول سوی وای. خو اوس هم ښه ده.
    هغه دلیلونه چه صرافان وایی هغه خپله داقتصادی ضرورت په خاطر دصرافانو معاملی غیرملی کوی او طالبان یی باید دملت منفعت په اساس مصادره کړی او یا یی په کوم بانک کی کینوی چه شفافه معامله وکړی او قیمت یی هم مالوم وی. هغه کسان چه لوړی پیسی لری باید توقیف کړی او دهغوی د ډالرو دمخفیانه اخستو دلیلونه وړاندی کړی. خاینان به هم مالوم سی او دقاچاق مخه به هم ونیول سی. دډالرو داخیستلو سببونه باید واضح سی او دهغه داخیستنی جواز ورکړل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب