دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاسلامي دولت ډله: پروني برید کې ۴۰ مرتد ط وژل شوي

اسلامي دولت ډله: پروني برید کې ۴۰ مرتد ط وژل شوي

تاند:( چارشنبه، د عقرب دولسمه)د اسلامي دولت ډلې ( داعش) خراسان څانګې د افغانستان پر تر ټولو ستر پوځي روغتون ( د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون) د پروني برید مسؤولیت په غاړه اخيستی او ويلي، چې د يوه لوړ پوړي طالب قومندان په ګډون يې ۴۰ « مرتد طالبان» وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې راپورونه وايي، چې په کابل کې د طالبانو خلاف د داعش ډلې په لومړني خطرناک مخامخ بريد کې پرون د طالبانو هغه قوماندان هم وژل شوی، چې ارګ ته تر نورو طالب مشرانو لومړی ننوتی و.

دا قوماندان مولوي حمدالله مخلص نوميده او طالبانو د کابل قول اردو قوماندان ټاکلی و.

طالبانو د دغه قوماندان د وژلو او د داعش د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

طالب وياند ويلي، چې د دوی جنګياليو ۵ واړه بریدګر وژلي او د برید د شنډولو لپاره یې له هلیکوپټرو هم کار اخيستی.

ذبيح الله مجاهد په پرونۍ پېښه کې له روغتون څخه د باندې د ۳ ښځینه وو، يو ماشوم او ۳ طالب جنګياليو د وژل کيدو او ۵ نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.

هغه ادعا لري، چې په روغتون کې دننه چا ته زیان نه دی اوښتی.

پرونۍ پېښې ته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالان غبرګون ښودلی او ویلي، چې طالبانو خو له خلکو اقتصاد، ډوډۍ، کار، ملي بنسټونه او نظام واخيست، مګر د امنيت راوستو په اړه ادعاوې يې هم ناسمې ثابتې شوې.

طالبانو په داسې مهال د یاد شوي برید د زر مهارولو ادعا کړې، چې برید غرمه مهال پیل شوی و او دوی یې د پای ته رسیدو خبر ماسخوتن ورکړ.

داعش ډلې ۵ کاله مخکې هم په ياد شوي روغتون خونړی برید کړی و.

طالبانو تر اوسه د داعش ډلې د فعالیتونو او حضور ادعاوې بې بنسټه تبليغات ګڼل.

په افغانستان کې د دې ډلې د فعالیتونو له پراختيا څخه د متحده ايالاتو او روسیې په ګډون د نړۍ ډېر هېوادونه انديښمن دي.

طالبان که څه هم داعش جدي ګواښ نه ګڼي، خو راپورونه ښيي، چې په مختلفو سيمو او په ځانګړي ډول د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې نيږدې هره ورځ ياده ډله ګڼ طالب جنګيالي او ملاتړي ديني عالمان يې په نښه کوي.

1 COMMENT

  1. زما په اند له ټولو اسلامي واخلاقي ارزښتونو له مخې يو بل ته د مرتد او داسې نورو سختو کليمو کارونه به درسته خبره نه وي. نوره خوښه د هر چا خپله چې مني يې او که نه؟
    افغانستان يو اسلامي هېواد دی او تبعه يې الحمد لله مسلمانان دي. د واک او د پرديو د استخباراتي او نيابتي جګړو لپاره يو بل د تېر په شان په نامناسبو او زشتو خبرو ونه ګواشي او ونه وژني.
    افغانستان يو سياسي حل او تثبات ته اړتيا لري او ټول اړخونه بايد دې ټکي پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب