دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان: ط سره د پروني بې رحمانه برید په غم کې شریک...

پاکستان: ط سره د پروني بې رحمانه برید په غم کې شریک یوو

تاند:( چارشنبه، د عقرب دولسمه)‏د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، چې

پاکستان په کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون ته څېرمه د پرون ورځې ترهګریز برید چې په پایله کې یې ګڼ شمېر بې ګناه کسان مړه او ټپیان شول، په کلکه غندي.

  پاکستاني استازي پر خپل ټویټر لیکلي:(( موږ د هغو کورنیو په غم کې ځان شریک ګڼو چې په دې بې رحمانه تروریستي حمله کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي. موږ هم د ټپيانو سره خپله خواخوږي او ملاتړ څرګندوو او د هغوی د عاجلې روغتيا دعا کوو.))

 د افغانستان پر تر ټولو ستر پوځي روغتون ( د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون) د پروني برید مسؤولیت داعش په غاړه اخيستی او ويلي، چې د يوه لوړ پوړي طالب قومندان په ګډون يې ۴۰ « مرتد طالبان» وژلي دي.

 راپورونه وايي، چې په دې بريد کې پرون د طالبانو هغه قوماندان هم وژل شوی، چې ارګ ته تر نورو طالب مشرانو لومړی ننوتی و.

دا قوماندان مولوي حمدالله مخلص نوميده او طالبانو د کابل قول اردو قوماندان ټاکلی و.

طالبانو د دغه قوماندان د وژلو او د داعش د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

طالب وياند ويلي، چې د دوی جنګياليو ۵ واړه بریدګر وژلي او د برید د شنډولو لپاره یې له هلیکوپټرو هم کار اخيستی.

ذبيح الله مجاهد په پرونۍ پېښه کې له روغتون څخه د باندې د ۳ ښځینه وو، يو ماشوم او ۳ طالب جنګياليو د وژل کيدو او ۵ نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.

هغه ادعا لري، چې په روغتون کې دننه چا ته زیان نه دی اوښتی.

پرونۍ پېښې ته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالان غبرګون ښودلی او ویلي، چې طالبانو خو له خلکو اقتصاد، ډوډۍ، کار، ملي بنسټونه او نظام واخيست، مګر د امنيت راوستو په اړه ادعاوې يې هم ناسمې ثابتې شوې.

طالبانو په داسې مهال د یاد شوي برید د زر مهارولو ادعا کړې، چې برید غرمه مهال پیل شوی و او دوی یې د پای ته رسیدو خبر ماسخوتن ورکړ.

داعش ډلې ۵ کاله مخکې هم په ياد شوي روغتون خونړی برید کړی و.

طالبانو تر اوسه د داعش ډلې د فعالیتونو او حضور ادعاوې بې بنسټه تبليغات ګڼل.

په افغانستان کې د دې ډلې د فعالیتونو له پراختيا څخه د متحده ايالاتو او روسیې په ګډون د نړۍ ډېر هېوادونه انديښمن دي.

طالبان که څه هم داعش جدي ګواښ نه ګڼي، خو راپورونه ښيي، چې په مختلفو سيمو او په ځانګړي ډول د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې نيږدې هره ورځ ياده ډله ګڼ طالب جنګيالي او ملاتړي ديني عالمان يې په نښه کوي.

3 COMMENTS

  1. TO MOHAMMED SADIQ KHAN;
    YOU SUPPORT ISIS.
    BUT YOU TREAT TALIBS AND SAYING SORROW FOR ATTACK.
    YOU ALWAYS PLAY IN TWO DIRECTION.
    YOU ALWAYS FRAMES TO AMERICA ABOUT HELP BUT IN OTHER HANDS YOU SUPPORT TALIBS.
    NOW YOU SUPPORT I S I S. BUT SPEAK OF FRIENDSHIP WITH STUPID TALIBS.
    T T P IS IN PROGRESS AND VICTORY IS IN THE WAY FOR TTP.INSHAL LAH

  2. طالبانو که الله پاک عقل درکړی وي، نو پدې پوه شئ – لکه څنګه چې پاکستان ستاسې تر شاه تیر شل کاله ودرید او ستاسې ملاتړ یې د یو پیاوړي افغانستان د مخنیوي او د هیواد ورانولو لپاره په دې دلیل تاسې وکارولئ چې په افغانستان کې امریکا ده او جهاد فرض دی.
    اوس د داعشو څخه ملاتړ کوي، تر څو تاسې مرتد ثابت کړي ځکه چې تاسې د امریکا سره تړون لاسلیک کړ، او خپل افغانان مو چې مسلمانان دي بې ګناه ووژل، په همدې دلیل پاکستان دا نشي زغملی چې یو پیاوړی افغانستان دې د طالبانو لاس لاندې راڅرګند شي، نو تاسې ته یې هم پروژه جوړه کړې ده.
    که زما منئ د هر برید غچ د پاکستانه اخلئ، تاسې په پاکستان کې جهاد شروع کړئ، ځکه چې دغه ترهګرپال هیواد چې په ځان نه وي اخته شوی، تاسې به هم ښه ورځ ونه وینئ.
    تاسې یقین وکړئ، چې بله ورځ به یې درته ملا برادر هم وژلی وي، او همدا راز به درنه ځینې سرحدي ولایتونه هم ونیسي .
    ستاسې بریا د پاکستان پوځ په ضد جهاد کې ده . و من الله التوفیق .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب