دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهارګ ته لومړی ننوتی ط قوماندان پرون کابل کې وژل شوی

ارګ ته لومړی ننوتی ط قوماندان پرون کابل کې وژل شوی

تاند:( چارشنبه، د عقرب دولسمه) راپورونه وايي، چې په کابل کې د طالبانو خلاف د داعش ډلې په لومړني خطرناک مخامخ بريد کې پرون د طالبانو هغه قوماندان هم وژل شوی، چې ارګ ته تر نورو طالب مشرانو لومړی ننوتی و.
دا قوماندان مولوي حمدالله مخلص نوميده او طالبانو د کابل قول اردو قوماندان ټاکلی و.
ويل کېږي، چې مولوي حمدالله پرون د افغانستان پر تر ټولو ستر پوځي روغتون ( د سردار داود خان پر څلور سوه بستریز روغتون) د داعش ډلې په بريد کې وژل شوی دی.
داعش ډلې د ياد شوي برید مسؤولیت په غاړه اخيستی او ويلي، چې د يوه لوړ پوړي طالب قومندان په ګډون يې ۴۰ « مرتد طالبان» وژلي دي.
طالبانو د دغه قوماندان د وژلو او د داعش د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
طالب وياند ويلي، چې د دوی جنګياليو ۵ واړه بریدګر وژلي او د برید د شنډولو لپاره یې له هلیکوپټرو هم کار اخيستی.
ذبيح الله مجاهد په پرونۍ پېښه کې له روغتون څخه د باندې د ۳ ښځینه وو، يو ماشوم او ۳ طالب جنګياليو د وژل کيدو او ۵ نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.
هغه ادعا لري، چې په روغتون کې دننه چا ته زیان نه دی اوښتی.
پرونۍ پېښې ته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالان غبرګون ښودلی او ویلي، چې طالبانو خو له خلکو اقتصاد، ډوډۍ، کار، ملي بنسټونه او نظام واخيست، مګر د امنيت راوستو په اړه ادعاوې يې هم ناسمې ثابتې شوې.
طالبانو په داسې مهال د یاد شوي برید د زر مهارولو ادعا کړې، چې برید غرمه مهال پیل شوی و او دوی یې د پای ته رسیدو خبر ماسخوتن ورکړ.

2 COMMENTS

  1. ریښتیا چې افغانستان نیول اسانه دي، خو د دې هیواد ساتل سخت دي، نورې به څومره ککرې دلته ښخیږي. دا خاوره د سترو ځواکونو هدیره ده. افسوس پدې چې ټول ژوند مو په جنګ او ناامنۍ کې تیر کړو.. چا د ژوند او وطن په خوند پوه نکړو ربه !

  2. دا خو د پاکستان ښه دوست و دا یی ولی مړ که ؟
    کاشکی یو سوک ماته قناعت دار جواب ورکی دا دوه ورځ بیخی حیران سومره سی پاکستان ته هم ځان دوست کی بیا دی هم وژنی که دشمنی هم وسره کوی وژنی دی دی سره به سه کوو؟ یو چا نه جواب غواړم چی موژ پوه کی سی سه وکو سی مړه نسو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب