دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهنجفي زاده د خبريالانو په نوم د خپلې خسرګنۍ په هېواد نه...

نجفي زاده د خبريالانو په نوم د خپلې خسرګنۍ په هېواد نه ويستو تورن شو

تاند:( چار شنبه، د عقرب دولسمه) د طلوع نيوز خبري ټلويزيون مشر او مشهور افغان ژورناليست لطف الله نجفي زاده د يو شمېر مخکینیو همکارانو له لوري یې په دې تورن شوی، چې د خپلو خبري همکارانو په سهم کې يې خپله خسرګنۍ له هېواده ويستې ده.
پر نجفي زاده دا تور د طلوع یوه خبریال پرويز شمال پر خپلې ټویټر پاڼې پورې کړی.
د طلوع یو شمېر نورو خبریالانو او له هغې ډلې انيسه شهيد هم د پرويز شمال دا خبره د نوموړي د دغه ټویټ له ريټويټ کولو سره تایید کړې ده.
پرويز شمال ليکلي، چې لطف الله نجفي زاده خپله خسرګنۍ مکسیکو هېواد ته لېږدولې ده.
هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې ده چې دا اوس په کابل کې ډېر له خطر سره مخ خبریالان ايسار دي.
د شمال په وينا، په دې اړه ډېرو خبریالانو سره ډېرې خبرې شته، خو هغوی مصلحت کوي او ده ځکه خبره په ډاګه کړه، چې مصلحت هم فساد او بې عدالتي ده.
د طلوع نيوز ټلويزيوني شبکې مشر لطف الله نجفي زاده، چې اوس له هېواده بهر دی، د خپلو دغو مخکينيو همکارانو د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ویل کیږي، چې په سلګونه کسان له افغانستان څخه د طالبانو د خطر له کبله د خبریالانو ژ مدني او نورو فعالانو په نومونو ويستل شوي، خو اکثره واقعي خبریالان او فعالان نه دي.
خبریالان ادعا لري، چې ډېرو رسنيو په تقلبي ډول د خبریالانو په نوم د اړيکو او پيسو په اساس جعلي خلک له هېواده ويستي او په واقعي توګه له خطر سره مخامخ کسان په افغانستان کې ايسار پاتې دي.
څو ورځې مخکې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن په رسمي ډول له افغانستان څخه د لېږد بهیر په اړه د رسمي څېړنو امر وکړ، څو په دې بهیر کې د فساد او درغلیو موضوع معلومه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب