یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد مجاهد ادعا، د داعش نننی برید مو ۱۵ دقیقو کې مهار...

د مجاهد ادعا، د داعش نننی برید مو ۱۵ دقیقو کې مهار کړ

تاند:( سې شنبه، د‌ عقرب يوولسمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې پر سردار داود خان پوځي روغتون د ننني برید پړه پر داعش ډلې اچولې ده.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ياده ډله« فتنه ګره» او د بریدګرو نننی شمېر يې ۵ تنه ګڼلې ده.
طالب وياند ويلي، چې د دوی جنګياليو ۵ واړه بریدګر وژلي او د برید د شنډولو لپاره یې له هلیکوپټرو هم کار اخيستی.


مجاهد دا ادعا هم کړې، چې یاد شوی برید طالبانو په ۱۵ دقیقو کې مهار کړ.
له دې سره طالب ویاند په نننۍ پېښه کې له روغتون څخه د باندې د ۳ ښځینه وو، يو ماشوم او ۳ طالب جنګياليو د وژل کيدو او ۵ نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.

هغه ادعا لري، چې په روغتون کې دننه چا ته زیان نه دی اوښتی.
داعش ډلې بيا د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

الجزيرې تلويزيون ويلي، چې په ننني برید کې لږترلږه ۱۹ تنه وژل شوي او نيږدې ۵۰ نور ټپيان شوي دي.
نننۍ پېښې ته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالان غبرګون ښودلی او ویلي، چې طالبانو خو له خلکو اقتصاد، ډوډۍ، کار، ملي بنسټونه او نظام واخيست، مګر د امنيت راوستو په اړه ادعاوې يې هم ناسمې ثابتې شوې.

طالبانو په داسې مهال د یاد شوي برید د زر مهارولو ادعا کړې، چې برید غرمه مهال پیل شوی و او دوی یې د پای ته رسیدو خبر ماسخوتن ورکړ.

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب