یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل نننۍ پېښې ته غبرګونونه، ط په امنيت ساتلو کې ناکام...

د کابل نننۍ پېښې ته غبرګونونه، ط په امنيت ساتلو کې ناکام یاد شوي

تاند:( سې شنبه، د عقرب يوولسمه) د کابل په مهمه دیپلوماتیکه سیمه وزير اکبرخان کې د ملي دفاع وزارت پر اړوند تر ټولو ستر پوځي روغتون ( د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون) ننني بریدونه له مختلفو غبرګونونو سره مخ شوي دي‌.

د افغانستان ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید د بشرضد جنایت بللی او ویلي دي، چې دا برید د افغانستان پروړاندې د دسیسو دوام دی.

کرزي له دې دسیسو د نجات پخاطر د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی، خو نه يې دي ويلي چې دا دسيسې څوک جوړوي؟

‏د مصالحې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله ویلي، چې روغتونونه او نور عامه ځایونه باید امن وي او له هر ډول برید څخه خوندي وي.

ليکوال او سياسي فعال ډاکټر بهيج عثماني پر خپل ټویټر لیکلي: (( ‏يوازې نن په کابل او ننگرهار کې په بېلابېلو پېښو کې ۴۳ کسان وژل شوي دي. هغوی چې د امنيت ادعا يې کوله غلي دي خو خبريالانو ته يې د الاګل د ويډيو په استولو سره هڅه وکړه چې د خلکو پام بلې خوا ته واړوي.))

د اطلاعات روز ورځپاڼې مشر ذکي دریابي لیکلي:((

ارګ ته نیږدې څو ساعته وسله وال برید کیږي، لسګونه تنه وژل کیږي او ټپيان کيږي، خلک هره ورځ په دار کیږي، شکنجه کیږي او په یوه قتل پسې بل قتل وينو. له دې سره طالبان وايي، چې افغانستان امنيت دی. ناکامي همداسې ګام په ګام او قتل په قتل پیلیږي)).

طالبانو سره له دې، چې له يادو بریدونو ساعتونه شوي، تر اوسه د نننيو بريدونو په اړه خلکو ته جزییات نه دي ورکړي.

الجزيرې تلوېزيون پر داود خان روغتون د نننيو بریدونو د وژل شويو کسانو شمېر ۱۹ او د ټپيانو ۴۳ تنه ښودلی.

ويل کيږي، چې ياد شوی برید داعش ډلې کړی، خو دغې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب