یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسرچينې: کابل پېښې تر ۵۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

سرچينې: کابل پېښې تر ۵۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند:( سې شنبه، د عقرب يوولسمه) ځینو خبري سرچينو ويلي، چې د کابل ښار په نننيو پېښو کې تر ۵۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغانستان انټرنشتال ټلويزيون د خپلو سرچينو په حواله وايي، چې په نننيو چاودنو يا ځانمرګو بريدونو کې ۱۵ تنه وژل شوي او نيږدې ۴۰ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کريمي وايي، چې د کابل ښار په وزير اکبرخان سیمه کې سردار داود خان روغتون ته څېرمه نن دوه چاودنې شوي.
نوموړي د چاودنو د تلفاتو او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.
باختر خبري اژانس، چې اوس پر کابل د حاکمو د طالبانو استازيتوب کوي، د عیني شاهدانو په حواله وايي، چې له چاودنو وروسته يو شمېر داعشیان د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز پوځي روغتون ته ننوتي.
باختر آژانس ویلي، چې په سردار داود خان روغتون کې وضعيت بیرته عادي شوی، خو دغه اژانس د مرګ ژوبلې جزییات نه دي رسنيز کړي ‌
داعش ډله، چې ګومان کېږي دا پېښه یې رامنځته کړې، په دې رسنيو څه نه دي ويلي.
دا د طالبانو له واکمنیدو سره، په کابل کې له دوی سره د دوو چاودنو/ ځانمرګو بريدونو په ملتيا د داعش ډلې لومړنۍ جګړه وه، چې د ښار په شنه یا دیپلوماتیکه سیمه کې تر سره کیږي.
نن په ننګرهار ولایت کې د يوه ديني عالم او يوه ملک په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۱ بل تن ټپي شوی.
ويل کيږي، چې په ياد شوي او نورو ولايتونو کې د هدفي او نورو بریدونو مرګ ژوبله تر دې هم زياته ده، خو تر ډېره د طالبانو لخوا د رسنيز سانسور په دليل پېښې نه رسنيز کیږي.

2 COMMENTS

  1. ټول د افغانانو په وژلو پسې راتولي، اول خر مجاهد، بيا خر طالب اوس خر دا عش او ټول د يو خره کوټي دي چې نوم يې پنجاب ده او دا ميکروبونه ټول هلته ژوندي ساتل کیږي.
    اول همدا طالب نه و چې په جوماتونو،روغتونونو، ښارونو کې يي دا جنايت کاوه؟؟

  2. مرگ په طالب!
    مرگ په داعش!
    مرگ په عرب!
    مرگ په پنجاب!
    مرگ په خنزیریستان!
    مرگ په وحشت!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب