جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+عادتونه / عتیق الله حمیدي

عادتونه / عتیق الله حمیدي

امریکایي ساینس فکشن ليکوالې اټاویه ای بټلر وایي:

انګېزه هېره کړئ او پر عادت تکیه وکړئ؛ ځکه چې عادت به مو تل په یو حال ساتي، ولوکه انګېزه وي یا نه وي.
دې ښځې په خپله برخه کې ډېرې جایزې ګټلي دي او ښایي چې د خپلې بریا راز یې په همدغو جملو کې خلاصه کړی وي.

ویل کېږي چې د انسان ٩٥% سلنه پایلې د هغه د عادت له وجې وي او پاتې ٥% سلنه پایلې هغه وي چې په زور پرې یو کار وشي. که د ژوند په هر ډګر کې بریا غواړئ؛ نو په هغه ډګر کې مو خپل عادتونه ښه کړئ. که تاسو په خپله دنده، زدکړه، اړیکو، روغتیا یا نورو برخو کې ښه ځلېدل غواړئ؛ نو ښه عادتونه تاسو ته ښې پایلې درکولی شي.
براین ټرایسي تر اویاوو زیات کتابونه لیکلي دي، دی وایي:

ښه عادتونه په سخته ترلاسه کېږي؛ خو ژوند اسانوي. بد عادتونه په اسانه ترلاسه کېږي؛ خو ژوند سختوي.

د ځینو څېړونکو له انده، که غواړئ یو کار د خپل عادت برخه وګرځوئ؛ نو هغه کار پرلپسې ٢١ ورځې وکړئ. ځینې بیا څلوېښت او ځينې پينځه شپېته ورځې ښیی. دا چې یو کار په څو ورځو کې پر عادت بدلېږي، څو خبرې پکې مهمې دي.

لومړی دا چې دا کار د دغه کس لپاره څومره مهمه دی. مثلا د یوه کس وزن زیات دی، د هغه لپاره ورزش مهمه دی. که دی غواړي ورزش د ځان عادت وګرځوي؛ نو تر هغه چا یې ژر عادت ګرځولی شي چې مناسب اندام ولري او ورزش ورته دومره مهمه نه وي.

دویم دا چې خپله دا عادت څومره سخته یا اسانه دی. مثلا د غاښ برسول اسانه او په اوړي کې هره ورځ ورزش کول سخت کار دی؛ نو د دغو دوو کارونو د عادت ګرځولو وخت هم توپیر کوي.

یو کار چې کله په عادت بدل شي، ګټه یې دا وي چې اتومات یا بې له چون و چرا به یې ترسره کوئ. مثلا که څوک مطالعه کول عادت ګرځوي، په پيل کې باید له ډېرو سختیو تېر شي. هره ورځ به یې ذهن بېلابېلې بانې لټوي؛ خو که یوځل یې مطالعه په عادت بدله شوه، بیا به پخپله مطالعه کوي. تر عادت مخکې به دی پر ځان بوج راولي چې کتاب راواخله؛ خو تر عادت وروسته به یې عادت ورباندې بوج راولي چې کتاب راواخله.

په ښو کارونو ځان عادت کړئ، بیا به یې بې له ویلو ترسره کوئ. بس یوازې په پیل کې لږه ستونزه وي چې هغه کار به په منظم ډول او پرلپسې کوئ، د وخت په تېرېدو مو نور په ذهن کې هغه کار پروګرامېږي. براین ټرایسي وایي:

“بریالي کسان هغه دي چې عادتونه یې د بریالیو کسانو وي.”

هر ښه کار چې تاسو غواړئ هغه په عادت بدل کړئ، په یوه لېست کې یې ځان سره ولیکئ. یوه خبره یاد لرئ چې په ټولو کارونو یو دمي پیل مه کوئ. اول یو کار انتخاب کړئ، هغه کار پرلپسې دېرش ورځې تکرار کړئ. کله مو چې هغه کار په عادت بدل شو، بیا بل کار انتخاب کړئ، همداسې ورو-ورو مو ټول ښه کارونه په عادتونو بدل کړئ.

ښه طریقه یې دا ده؛ کله مو چې خپل کالني ارمانونه ليکل، په هغه کې هغه کارونه هم ولیکئ چې غواړئ عادت مو شي. مثلا هره ورځ ورزش، تلاوت او مطالعه کول، له خپل یوه ملګري سره چکر وهل، هره ورځ له بېوزلو سره د خپل وس مطابق مرسته کول او… تاسو کولای شئ چې دا یا دې ته ورته کارونه چې تاسو ته مهمه دي، خپل عادت وګرځوئ. بس یوه خبره یاد لرئ چې ترڅو مو یو کار خپل عادت نه وي ګرځولی، بل ته لاس مه ور وړئ. د اړتیا تر حده یې کوئ مګر د عادت لپاره یې مه کوئ؛ ځکه چې بیا ټول کارونه درڅخه پاتې کېږي. متل به مو اورېدلی وي چې وایي “په ډېرو قصابانو کې غوا مردادرېږي.”

ځینې کسان یوه ورځ ښه جوش کې وي، ځان سره وایي چې زه به دا کوم او هاغه کوم، ټول کارونه پیل کړي؛ خو څو ورځې پس بیا هرڅه ترې پاتې وي او بیا یې له سره پیلوي، بیا ترې نیمه کې پاتې شي…همداسې پرې کال ووځي؛ خو ژوند کې یې هیڅ بدلون نه وي راوستی. هڅه وکړئ چې په ژوند کې مو ښه عادتونه جوړ کړئ، دا ښه عادتونه به یوه ورځ ستاسو آینده جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب