جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکابل: يو تن د نجونو د اختطاف او خرڅلاو په تور نیول...

کابل: يو تن د نجونو د اختطاف او خرڅلاو په تور نیول شوی

تاند( چارشنبه، د ميزان څوارلسمه) طالبانو په کابل کې د نجونو د تښتونې او پلور په تور د يوه تن د نيولو خبر ورکړی.
د باختر خبري اژانس په حواله، دغه کس د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې نيول شوی.
ويل شوي، چې له دغه‌ کس سره یوه اختطاف شوې نجلۍ هم موجوده وه.
طالبانو ويلي، چې دغه نجلۍ څو مياشتې وړاندې اختطاف شوې وه.
دغه‌ نجلۍ خپلې کورنۍ ته سپارل شوې، چې هغې او کورنۍ يې له دې کبله طالبانو نه مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له کابل څخه په وروستيو کې د غلا او نورو جنايي پېښو د زیاتېدو خبرونه زيات شوي.
اوج ته رسېدلی فقر، بشري ناورين او بېسارې بې کاري د دغو زياتو شويو پېښو عمده لاملونه ګڼل کېږي.
په يوه راپور کې چې تازه د نړيوال خوراکي پروګرام له لوري خپور شوی، راغلي چې يو ميليون افغان ماشومان سمدستي د لوږې له کبله د مرګ ګواښ سره لاس و پنجې نرموي.
طالبان د خلکو اقتصادي ستونزې او اوج ته رسېدلې بې کاري تاییدوي، خو د حل لپاره یې له نړیوالې ټولنې مرسته غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...