جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد‌ محب يو سلاکار له حقاني ډلې سره د نوموړي اړيکې رد...

د‌ محب يو سلاکار له حقاني ډلې سره د نوموړي اړيکې رد کړې

تاند:( چارشنبه، د میزان څوارلسمه) د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت د سلاکار حمد الله محب يوه سلاکار جواد ناجي هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې محب له حقاني ډلې سره اړيکې لرلې او طالبانو ته يې په واک سپارلو کې نقش درلود.

پر محب دا تور د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير مسعود اندرابي او د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل لګولی.

رحمت الله نبیل د محب ترڅنګ مخکینی ولسمشر اشرف غني هم له طالبانو او پاکستان سره په نظام پرځولو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

اوس د حمد الله محب يوه سلاکار ويلي، چې خليل الرحمن حقاني د جمهوري نظام د سقوط په ورځ له غرمې وروسته محب ته زنګ وهلی او ويلي، چې کله دوی ته واک سپاري؟

د ناجي په وينا، کله چې محب له حقاني څخه د هغوی د موقعيت پوښتنه کوي، ورته ويل کيږي چې په همدې نيږدې شاوخوا کې دي.

د محب د دغه سلاکار په خبره، کله چې محب له امریکایانو څخه په دې اړه پوښتنه کوي، هغوی هم ارګ ته نیږدې د حقاني ډلې راتلل تاييدوي.

جواد ناجي زیاتوي، چې د جمهوري نظام د نسکوریدو عمده دليل له طالبانو سره د امریکا د دوحې تړون، په دې برخه کې د زلمي خليلزاد خاص رول او ورسره د واک د لېږد په اړه د اشرف غني ځنډ او زړه نازړه توب و.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، کابل ته د طالبانو غیر متوقع راتګ او د نظام نسکورېدل د پاکستاني استخباراتو کار و.

پر مخکيني حکومت د نظام نسکوريدو له اړخه نيوکې يوازې څو تنو نه، چې ډېرو خلکو کړي.

منتقدین له ولسمشر غني څخه نیولې د هغه د ملي امنيت سلاکار او د امنيتي سکتور رهبرۍ پورې ټول د نظام پرځېدو په بدلون کې د دسيسې شريکان ګڼي، خو اشرف غني د تورونو له ردولو سره دا منلې چې د افغانستان ټولو لوریو او نړيوالې ټولنې د سولې قضيه کې ماتې خوړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب