جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوسله والو په کابل کې د سیکانو پر ګوردوارې برید کړی

وسله والو په کابل کې د سیکانو پر ګوردوارې برید کړی

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۴) مشکوکو طالبانو پرون / سې شنبه د کابل په پروان مېنه کې د سیکانو پر ګوردوارې برید وکړ او د هغې امنیتي کامرې یې ماتې کړې.

د افغان سیکانو ټولنې وویل چې حمله کوونکو د ګوردوارې قلفونه هم مات کړل.

په هند کې د سیکانو د نړیوالې ټولنې مشر پونیت سینګ چاندهوک، چې له افغانستانه یې د هندوانو او سیکانو په ایستلو کې مهم رول لرلی دی، پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې وسله وال کسان په پروان مېنه کې د سیکانو ګوردوارې ته ننوتل او هر شی یې، چې په لاس ورتو، ویجاړ کړ.

د افغان سیکانو یوه غړي سردار ګوویند سینګ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره کړې ویدیو کې وویل چې وسله والو کسانو د دوی امنیتي کامرې زیانمن کړي او ګڼ قلفونه یې مات کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کسانو ادعا کړې چې وسله وال حمله کوونکي د طالبانو غړي دي. خو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ظاهراً دا کار د طالبانو په ګټه نه دی ځکه چې د دوی تر واکمنۍ لاندې ناامني ښيي خو د طالبانو په منځ کې بېلابېلو خواوو په تېره بیا ګاونډي هیواد پاکستان ته د وفادارو کسانو پر شتون سترګې نه شي پټېدای.

پاکستان له هند سره سخته دښمني لري او په ځلونو یې له هندیانو څخه خپل غچ په افغانستان کې له افغان هندوانو یا د هند له دیپلوماتیکو مرکزونو څخه په حملو اخیستی دی.

1 COMMENT

  1. په افغانستان کی او س د تور جهالت واکمنی ده نو دا ډول پیښی ورسره هرومرو تړلی دی
    مونږ د افغانستان د سیکانو سره د داډول ناوړه پیښی له امله چی د مقدسو ځایونو سپکاوی يی پکی شوی په کلکه غندو او خپله ژوره خواخوږی ورسره ښکاره کوو .
    تالبان باید ددا ډول ناوړه پیښو اوًجاهلانه کارونو په کلکه مخه ونیسی چی د نړۍ په کچه د افغان ولس او افغانستان د بد نامۍ سبب کیږی.
    همدا راز افغانان سیکان او نور اقلیتونه پوره حق لری چی په افغانستان کی بی له ویری په امن ژوند وکړی. افغانستان زمونږ د ټولو کور دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب