جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا جمهوریپال استازي له افغانستانه په بیړه د ځواکونو د ایستلو...

د امریکا جمهوریپال استازي له افغانستانه په بیړه د ځواکونو د ایستلو په اړه د پلټنو غوښتنه کوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۴مه) د امریکا په سنا جرګه کې جمهوریپالو پرون/ سې شنبه یوه لایحه وړاندې کړه چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو په وتلو کې د بېړې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کوي.

دا لایحه د سنا جرګې د جمهوریپالو غړیو سناتور جاش هاولي او سناتور ریک سکاټ له لوري وړاندې شوه.

د جمهوریپال ګوند ګڼو نورو سناتورانو هم د دې لایحې ملاتړ کړی او هغه یې لاسلیک کړې ده خو تراوسه پورې کوم دیموکرات سناتور لاسلیک کړې نه ده.

ولسمشر جو بایډن غوښتل چې امریکايي پوځیان د سپټمبر تر یوولسمې له افغانستانه ووځي، خو عملاً یې خپل ځواکونه د اګست په پای کې وایستل.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریپال ولسمشر نالډ ټرمپ د حکومت او طالبانو د موافقې پر اساس امریکايي پوځیان باید د مې تر لومړۍ له افغانستانه وتلي وای.

سناتورانو ویلي چې د امریکايي پوځیانو د وتلو له کبله د افغانستان حکومت وپرزېد او هغه افغانان چې په تېرو ۲۰ کلون کې یې له امریکایانو سره مرسته کړې وه له ګڼو امریکايي اتباعو سره په افغانستان کې پاتې شول.

تر دې مخکې هم د امریکا دفاع وزیر، لوی درستیز او په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان د امریکا سنا جرګې او استازو جرګې ته احضار شوي چې د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي. دوی د استازو له سختو پوښتنو سره مخامخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب