یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهتاجکستان وايي، افغانستان ته یې د صادراتي برېښنا اندازه کمه کړې

تاجکستان وايي، افغانستان ته یې د صادراتي برېښنا اندازه کمه کړې

تاند(چهار شنبه، د میزان ۱۴) تاجکستان افغانستان او ازبکستان ته د برېښنا د صادراتو اندازه کمه کړه او پر ځای یې قرغیزستان ته د برېښنا صادرات پیل کړل.

تاجکستان په پسرلي او دوبي کې افغانستان او ازبکستان ته یونیم ملیارد کیلوواټه برېښنا صادروله.

تاجک چارواکي وايي چې قرغیزستان ته د ورځې ۱۲ لکه کیلوواټه برېښنا صادروي او تر دې زیاته برېښنا نه شي ورکولی ځکه چې په بندونو کې یې اوبه کمې شوې دي.

په همدې حال کې وېره ده چې افغانستان ته به له ګاونډیو هیوادونو وارداتي برېښنا پرچاو شي ځکه چې د طالبانو حکومت به د تاجکستان په شمول ګاونډیو هیوادونو ته د برېښنا د لګښت پیسې ورنه کړای شي.

افغانستان نه یوازې د پیسو درکه له دېوالیه کېدو سره مخامخ دی بلکې د پیسو په انتقال کې هم ستونزې لري.

د افغانستان بانک هڅه کوي چې سوداګر بهر ته پیسې انتقال کړای شي.

افغانستان لږترلږه ۹۰ ملیون ډالره د ګاونډیو هیوادونو د برېښنا پوروړی دی. مخکې تر دې چې طالبان واک ترلاسه کوي، د افغانستان برېښنا شرکت په خپلو حسابونو کې شاوخوا ۴۰ ملیون ډالره لرل. خو طالبانو د برېښنا شرکت مخکیني چارواکي له دندې ګوښه کړل او څرګنده نه ده چې نوي مشران ټولو کړیو پیسو ته لاسررسی لري او که نه.

د افغانستان په سلو کې ۷۰ بودجه له بهرنیو مرستو پوره کېده خو د طالبانو له واک ته رسېدو سره دا مرستې په افغانستان بندې شوي دي.

سره له دې چې طالبانو د پخواني حکومت پر مهال د فشار د یوې وسیلې په توګه د برېښنا ستنې ویجاړولې خو اوس برېښنا د طالبانو د حکومت د عاید یوه سرچینه ده.

افغانستان په خپله د ټولې مصرفي برېښنا په سلو کې ۳۰ تولیدولی شي نوره برېښنا له ګاونډیو هیوادونو واردوي چې د کال له ۲۵۰ ملیونه تر ۳۰۰ ملیون ډالره لګښت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب