یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهيو ميليون افغان ماشومان به زر له لوږې ومري

يو ميليون افغان ماشومان به زر له لوږې ومري

تاند:( چار شنبه، د ميزان څوارلسمه) نړيوال خوراکي سازمان په یوه اعلامیه کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه خبرداری ورکړی.

دغه سازمان ويلي، چې ۱۴ ميليونه افغانان په جدي ډول له غذايي نا امنۍ سره لاس و ګریوان دي.

د‌ دې ترڅنګ، ياد شوی سازمان وايي، چې تر ۳ میلیونو ډېر افغان ماشومان به د روان کال تر پايه پورې له شديدې ناسمې تغذيې څخه وځوريږي.

د نړيوال خوراکي سازمان د معلوماتو په اساس، شاوخوا يو ميليون افغان ماشومان د ناسمې تغذيې له کبله دا اوس د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

 ‏نړيوال روغتيايي سازمان له افغانستان سره د دغو ننګونو په حلولو کې د عاجلو نړيوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

يو شمېر هېوادونو لکه: چین، پاکستان، ایران او نور سيمه ييز او عربي هېوادونه، چې له پخوا نه د طالبانو په ملاتړ تورن وو، افغانستان ته د خوراکي توکيو ځينې محمولې استوي، خو منتقدین يې ناڅيزه ګڼي او وايي، چې دا مرستې د طالبانو لښکر ته نه، اوس يو وږي ملت ته استول کيږي، چې هيڅ درد يې نه دوا کوي او باید زیاته وي.

2 COMMENTS

  1. زه باور نه لرم جی یو تالب سرتیری او یا د تالب مشر تابه نه به څوک په سوی تغذی اخته او یا د لوږی مړشی. د خوار افغان بچی که له لوږی مړ شی نو د تالب لپاره هیڅ مشکل نه شی راپیداکولی.

    دا یو میلیون یا زیات ماشومان که ملګری ملتونه يی ووايی او که نه هر یو افغان چی لږ درد ولری پوهیږی چی د لوږی او ددرملو د نه موندلو له امله د مرګ په پوله ناست دی او هیڅوک خواخوږی نه لری چی غم يی وخوری.
    بلی خوا تالب د جهالت په تور خر سور دی او یوازی د خپلو ارمانونو او د خپلو بادارانو د ارمانونو د پوره کولو لپاره هلی ځلی کوی او ځانته میلی او بنډارونه او خپلو ملګرو ته په تقدیر ناموًورکولوًکی مصروف دی.
    هغو افغانانو ورونو خویندو ته چی الله تعالی یو څه شتمنی ورکړی باید د خپلو بی وزلو او نادارو هیوادوالو سره پدی مشکل وخت د هیڅ ډول مرستو دریغ ونه کړی. ددنیا او اخرت اجرونه به تر لاسه کړی.
    د واکمنی ډلی نه د خیر امید لرل خپل ځان تیریستل دی نو پکارده چی افغان ولس یو بل ته لاس ورکړی او د بی وزلو کورنیو غم وخوری.

  2. د “دردمن افغان ” ورور درد د درک وړ دئ خو ستونزه چهانی او نړیوال اړخ لری.
    ددوو درو خبری یادونه بده نه ده:
    ۱- دا د متمدنی! نړۍ اخلاق دی چی زموږ پر اجتماعی- سیاسی وضعیت ئې اغیزه کړېده ، که هغوی واقعاً متمدن وای او حد اقل د عیسی علیه السلام ارشادات ئې یو څو سلنه هم عملی کړی وای نو نن به د دریمی نړۍ خصوصاً زموږ غوندی هیواد خلګ د ناخوالو په منګولو کی نه وای ګیر او لږ تر لږه د لوږی له لاسه خو به نه کړېدلای.
    ۲- افغانان عموماً بې وسه دی او هغه څوک چی د مادی مرستی توان هم ولری نو ایله خپل نژدې دوستان او خپلوان او آشنایان ونازوی او عمومی مرسته ئې له توانه جګه ده.
    ۳- شاید د طالب پلید وزرونه په همدې هدف زموږ د وطن د بچانو پر ځالی مسلط کړه سوی وی څو هغوی د تغذئې څخه بې برخی او نابود کړی.
    ۴- د یو میلون ماشومانو ( خدای مکړه ) مړینه له یوې خوا د متمدنی نړیوالی ټولنی لپاره یو ابدی ننګ او شرم دئ او له بلی خوا یو میلون ماشومان = ۳۰ کلونه وروسته پنځه میلونه = نړیوال استعمار او صهیونیزم د دریمی نړۍ او مسلمانی ټولنی د نفوس د ډیرښت سره فکری- عقیدتی – اقتصادی – فرهنګی – اقتصادی ستونزه لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب