یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد سعودي پخوانی استخباراتي مشر: دوحې تړون افغان نظام نسکور کړ

د سعودي پخوانی استخباراتي مشر: دوحې تړون افغان نظام نسکور کړ

تاند:( چار شنبه، د ميزان څوارلسمه) د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رئيس سعود الفيصل له طالبانو سره د امریکا د دوحې تړون، د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط اصلي دلیل یاد کړی.

نوموړي له اسکای نیوز سره په یوه تازه مرکه کې دا خبره کړې ده.

د الفيصل په وینا، په دې برخه کې د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېروتنه او د اوسني ولسمشر جوبایډن لخوا یې تعقیبول او عملي کول د‌ هېرولو نه دي.

د سرچينې په خبره، دوحې تړون د افغانستان جمهوري نظام لومړی کمزوری او بيا له منځه يوړ.

.ځینې افغان سیاستوال او شنونکي هم په دې باور دي، چې دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام په کمزوري کولو او پرځولو کې اساسي رول درلود.

ياد شوی تړون، چې د ښکاره مسودې ترڅنګ یې څو پټې ضمیمې لرلې، د ځینو په باور باید پټې ضمیمې یې اوس روښانه شي، څو افغانان او نړۍ وپوهيږي، چې د افغانستان په سر امریکا له طالبانو سره څه پټه معامله کړې وه؟

1 COMMENT

  1. AFGHANS MUST GIVE SOME GIFT TO KHALILZAD.
    BECAUSE HE IS BEST FRIEND OF PAKISTAN.
    KHALILZAD FALLOW PAKISTANI AGENDA
    KHALILZAD IS RESPONSIBLE OF ALL SENARIO.
    THANKS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب