یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو وسله وال مخالفان به له تاجکستانه جګړې ته دوام ورکړی...

د طالبانو وسله وال مخالفان به له تاجکستانه جګړې ته دوام ورکړی شي؟

تاند(سې شنبې، د میزان ۱۳) د فیننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د احمد مسعود او پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح په شمول د طالبانو د حکومت مخالفانو تاجکستان ته پناه وړې او هیله لري چې په دغه هیواد کې له خوندي پناهځایونو څخه به د طالبانو پر ضد په جګړه کې کار واخیستلی شي.

د ورځپاڼې بر اساس کارپوهان وايي، ګرانه ده چې دوی دې له تاجکستانه د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړای شی.

د فرانسې (فرانس ۲۴) تلویزیوني چاینل هم وايی چې د تاجکستان حکومت په پلازمېنه دوشنبې کې د احمد مسعود او امرالله صالح په شمول د ملي مقاومت جبهې یو شمېر غړیو ته پناه ورکړې ده.

د فرانس ۲۴ د راپور له مخې، کارپوهان وايي چې دا راپور باوري دی چې د طالبانو مخالفان په دوشنبې ښار کې راټول شوي دي.

د امریکا د جورج ټاون پوهنتون د امنیتي مطالعاتو استاد او په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت پخوانی غړی کریستاین فېر وايي دا راپور رښتیا دی «زه د دې راپور په حقیقت کې هیڅ شک نه لرم.»

د اکسیرټ پوهنتون متخصصه ویدا مهران هم وايي چې دا راپور دقیق دی. دا زیاتوي: «دوی د دې لپاره په تاجکستان کې دي چې تاجکستان ورسره مخالفت نه لري.»

له تاجکستانه پرته د سیمې نور هیوادونه لکه ازبکستان، او حتي روسیه او چین لېواله دي چې له طالبانو سره دیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي خو تاجکستان د طالبانو د نویو واکمنانو سخت منتقد دی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له طالبانو سره د مخالفت په نښه تېره میاشت د خپل هیواد تر ټولو لوړ نښان / میډال د احمد مسعود پلار احمدشاه مسعود او بخواني ولسمشر او د جمعیت ګوند موسس برهان الدین رباني ته ډالۍ کړ.

رحمان، د سیمې یوازینی زورواک واکمن دی چې له ۱۹۹۲ م کال څخه واکمن دی. د ده د واک په مودي کې، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې، طالبان په افغانستان کې واکمن ول او هماغه مهال هم ده د طالبانو پر ضد د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه.

اغلې مهران وايي، پخوانۍ تجربه تاجکستان دې ته هڅوي چې یو وار بیا د افغانستان د اپوزیسیون ملاتړ وکړي.

د چارو بله کتونکې بریک مرتزشاولي (Brick Murtazashvili) وايي د دې دلیل چې تاجکستان د طالبانو د مخالفانو ملاتړ کوي دا دی چې دا هیواد د هغو اسلامپالو په اړه ډېره اندېښنه لري چې په افغانستان کې پناهځایونه لري او په ځانګړي ډول امام علي له هغو تاجکانو اندېښنه لري چې افغانستان ته یې پناه وړې ده.

دا زیاتوي «له دې درکه زیاته بېره شته چې د طالبانو مېلمانه تاجکان به تاجکستان بې ثباته کړي.»

د سولې لپاره د کارنیګي انډومینټ امریکايي څېړنیز انستیتیوت د منځنۍ اسیا د چارو متخصص پاول سترونسکي (Paul Stronski) وايي، د تاجکستان ولسمشر غواړي چې ځان د افغانستان د تاجکانو ملاتړ وښيي چې اکثره یې د طالبانو مخالف دي. دی له دې کاره تر ډېره په خپل هیواد کې دننه ګټه اخلي ځکه چې د طالبانو پر ضد د ده دریځ د اکثرو تاجکانو (تاجکستانیانو) په طبعه برابر کار دی.

د پال سترونسکي په باور تاجکان په افغانستان کې تر ټولو لوی اقلیت دی او د هغوی ملاتړ نه یوازې په افغانستان بلکې تاجکستان کې هم امام علي ته نومرې (شهرت) ورکوي.

د سترونسکي په باور د طالبانو په وړاندې د تاجک ولسمشر دریځ له هغه سره مرسته کړې چې نړیواله پاملرنه ځان ته واړوي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون بلنه ورکړه چې د اکتوبر په ۱۳ مه پاریس ته ورشي.

د ویلسن مرکز (تحقیقاتي انستیتیوت) مرستیال ريیس مایکل کوګلمن (Michael Kugelman) وايي«دا بېله خبره ده چې تاجکستان مقاومت ته پناه ورکوي. خو دا بیخي بېله مسله ده چې تاجکستان هغوی ته اجازه ورکړي چې د دغه هیواد له خاورې د پولې پورې غاړه پوځي فعالیتونه وکړي.»

ده زیاته کړه «ایا دوشنبې لېواله ده چې ځان د افغانستان په کشاله کې ښکېله کړي؟ ایا له پوځي پلوه چمتو ده چې له پولې هغې خوا ته د طالبانو پر ضد په بریدونو کې رول ولري؟ د دغو پوښتنو ځواب احتمالا نه دی.»

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر یوولسمې وړاندې تاجکستان، روسیه، هند او ایران د طالبانو پر ضد د شمال ټلوالي کلک ملاتړي وو خو اوس روسیه طالبانو ته ډېره نژدې ده نو تاجکستان د پخوا په شان خلاص لاس نه لري.

1 COMMENT

  1. نه دا مفسدین او قاتلان د تاجکو نمائینده ګان اونه دوستمیان د اوزبکو او نه حقوقیان او خلیلیان د هزاره ګانو نمائينده ګان او همدارنګه نه نوره قاتلان لکه ګلبدین ، سیاف ، افغان ملتیان او طالبان د پښتنو نمائينده ګان نه وو او نه دی دا ملی خائینین د اجنبیانو له خوا پلانیز د تفریقو ساتلو لپاره په غیږو کښی نیول شوی دی او غوښتل کیږی چی ددوی په وسیله افغان ملت له هره حیثه د تباهی سره نوره هم مخامخ کړی او باالاخیره ددوی په وسیله افغانستان د عصری مستعمری لاندی راوستل شی او افغان ملت باالاخیره تام غلام کړی او ددی کنترول د پنجابی پاکستان له خوا باید وی ، ځینی منورین لا تر اوسه د غازی امان الله خان او شهید نادرخان تاریخچو باندی مشغول دی او دا فریادونه کوی چی ولی غازی امان الله خان د شهید نادرخان له خوا په افغانستان کښی دوباره پادشاه نکړ ۍ شو؟ ځینی منورین د دوکتور اشرف غنی تیښتی علتونو باندی لګیا دی اما دا منورین کوشش کوی چی د واقعی واقعیتونو څخه شعوری سترګی پټی کړی او غیری مستقیم د پورته یادو قاتلینو شتوالۍ نه یوازی قوی کړۍ شی بلکه د اجنبیانو په خواست سره دوامداره د افغان ملت په اوږو د مردود همه شمول حکومت شعار لاندی سپاره کړۍ شی ، افغان ملت د تباهی په اور کښی سوزی او باالخصوص ښارونو کښی انارښی ددی یادو قاتلینو له خوا روانه وه او دی ، ای افغانانو د بی تفاوتی حالت څخه راووزی او په اتفاق سره د واحد افغان ملت لاندی اواز راپورته کړۍ او دا باید ومنو چی با استعداده ، پاک ، صادق او په واحد ملت ایمان لرونکی هزاره ګان د حکومت چارو توان ولری نو باید افغانان ئی نه یوازی استقبال وکړی بلکه دافغانانو له خوا داسی ملی حکومت تام حمایه شی !!!!
    صادقی تاریخچی هر مملکت لپاره حتمی او ضروری دی او باید ترتیب او وساتل شی اما اوس ملت د بدبختی سیلاب کښی نوره هم غرقیږی باید منورین ددوی خلاصون لپاره په صداقت او اخلاص سره متحد اواز جهان ته پورته کړی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب