یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+افغانستان له داعش سره یو سخت جنګي پړاو ته داخلېږي

افغانستان له داعش سره یو سخت جنګي پړاو ته داخلېږي

احمدشاه وردګ
پرون ورځ د مجاهد د مور په فاتحه کې چاودنه، بیا یې په شپه په خیرخانه کې د داعش د یوه مرکز کشف او له هغوی سره پېنځه شپږ ساعته جنګ چې په پایله کې یې د داعش لس تنه  چې د یوې کورنۍ غړي وو، د هغوی له منځه وړل. په بهرونیو هېوادونو کې د مسعود د پلویانو لخوا د داعش ملاتړ، دا او دېته ورته خبرونه د افغانستان په ځانګړي توګه د طالبانو لپاره څومره ګواښوونکي کېدای شي، آیا دا هر څه ډېر عادي باید وګڼل شي، کنه باید ډېر جدي وګڼل شي، که په لومړیو وختونو کې یې مراکز کشف نه شي او له منځه ولاړ نه شي، څومره د راتلونکي لپاره د سرطان زخم ترې جوړېدای شي. هغه متل دی چې وايي، اوبه خړې کړه، کبان ونیسه. نن سبا د حقاني او برادر خېلو ترمنځ ناهمغږي، د ملت بې کاري، له هېواده د کادرونو تېښته، د طالبانو کابینه له یو دوه ډلو جوړېدل، دا هغه څه دي، چې د داعش په تقویه او سربازګیرۍ کې شاید نه بلکې ډآډه اوسئ، چې په ډېر کم وخت کې به د طالبانو لپاره ډېر ستر سرخوږی جوړ شي.
مخکې له دې چې طالبان په ټول افغانستان حاکمیت پیدا کړي، دوی به چې هر ولایت نیولو، هلته به که کوم زندان وو، پرته له دې چې د مجرمینو دوسیې وکتل شي، هغوی به آزادېدل. چې په پایله کې د افغانستان له ټولو زندانونو څخه د داعش ۳زره بندیان خوشې شول، دا په حقیقت کې خپله د طالب لپآره یو سرخوږی جوړېدای شوای او اوس جوړ دی.
طالبانو ته چې په مفته کې د درې لکه اردو سره سره د ټول افغانستان حاکمیت ور کړل شو، دا هسې خوشې نه وو او نه دی. د طالبانو سره هم پټې معاملې شوې دي، که هغوی لږ سرغړونه ترې وکړي، داعش یې پروړاندې را پورته کېږي. د مجاهد د مور په فاتحه چې کوم بریدونه وشول، هغه د پاکستان لخوا یو وارنېننګ وو.
موږ افغانان یو ډېر لوی د ضعف ټکی لرو، هغه دا چې په موږ کې خو اول سیاست مدار نشته، بیا که وي، هغه پیسې نه لري، نو مجبور دی، چې د یوه بېروني هېواد غلامي وکړي، هغه بیا داسې روزل کېږي، چې د وطن په خیر کار نه کوي. پاتې شو، زموږ ملت، هغوی ډېر احساساتي چلند کوي، که لږ زور پرې ور شي، لوږه وي، بې کوره شي، هرې خواته لاس اچوي، ان د دې امکان شته، چې له دعش غوندې یوې ډلې سره یو ځآی شي. که څه هم چې لوږه ډېره سخته ده، ځان به وساتې، خو د اولاد په خاطر شاید ملي ګټو ته شا کړې او د یو څو روپیو په خاطر تر هر څه تېر شې.
په هر حال، اوس طالب ته څه کول په کار دي:
لومړی: دوی په خپلو منځو کې هغه شته اختلافات باید حل کړي، که خدای مه کړه، هغه حل نه شي، هغه چې وايي، هر حکومت په خپله ګېډه کې خپل دښمن په خپله روزي، هغه به طالب وي. یعنې که هغو طالبانو ته په حکومت کې واک ورنکړل شي، ډاډه اوسئ چې هغوی به له داعش سره یو ځای کېږي.
دویم: د احمد مسعود له ډلې سره باید هغه شته ستونزې حل کړي، هغه که د هرې لارې وي. که خدای مه کړه، همداسې پاتې شي، هغوی د بیروني استخباراتو لخوا ښه کلک همایه کېږي، چې په اوس او راتلونکي کې د طالبانو لپاره لوی سرخوږی جوړېدای شي.
درېیم: طالب مشران دې هڅه وکړي چې هر څومره زر وي، د نړۍ سره دې ښې اړیکې جوړې کړي، ځان دې په رسمیت پرې وپېژني، چې  نړیوال مرستې ور سره وکړي، تر څو ولږه او بې کاري د دې سبب نه شي چې زموږ احساساتي ځوانان له داعش سره یو ځای نه شي، هغه هم د یو څو روپیو په خاطر.
څلورم: افغانستان د ټولو ګډ کور دی، ټولو اقوامو ته دې په کابینه کې ځای ور کړي، کادرونو ته دې قدر او عزت ور کړي، هغوی دې په ښو پوستونو کې مقرر کړي، د لوړو زده کړو، وزیر او د پوهنتون نوی رییس غوندې کسان دې له دندو لیرې کړي، پرځا یې دې وړ کسان مقرر کړي، تر څو د ملت او امارت ترمنځ درز پیدا نه شي.
پېنځم: ملت له پاکستان او ایران نه ښې خاطرې نه لري، تېر تاریخ که ولولو، زموږ سره یې ډېرې ناځوانۍ کړې دي، تل دوی د دې سبب شوي، چې زموږ حکومتونه، نظامونه را ړنګ کړي، پس که طالبان غواړي چې د ملت زړونه لاس ته راوړي، باید د پاکستان او ایران سره اړیکي که قطعه نه وي ، تر خپلې وسې دې هڅه وکړي، چې لاس وهنې ته یې پرې نه ږي. ځکه چې دا دواړه هېوادونه زموږ د ملت او هېواد په خیر کار نه کوي، تاریخ د هر څه ګویا دی .
شپږم : تر ټولو مهمه؛ طالب په یوازې ځان له داعش سره مبارزه نه شي کولای، باید او باید هغه اردو، پولیس او امینت چې دوی په کور کېنولي دي، پر هغوی باید باور وکړي، بېرته یې خپلو دندو ته را وغواړي، ترڅو په ګډه د داعش او نورو ډلو پروړاندې وجنګېږي، کنه طالب به په یوازې ځان دا وړۍ شړۍ نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب