یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد روسیې او تاجکستان ولسمشرانو پر افغانستان خبرې وکړې

د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو پر افغانستان خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۳) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل تاجک ساري امام علي رحمان سره د افغانستان په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د کریملین مطبوعاتي دفتر نن / سې شنبې وویل، د دوو هیوادونو مشرانو د افغانستان پر وروستیو تحولاتو د خبرو ترڅنګ په دې موافقه وکړه چې د افغانستان په اړه به له یو بل سره خبرو ته دوام ورکوي.

وروسته له دې چې طالبانو په افغانستان کې بشپړ واک ترلاسه کړی، تاجکستان پرې نیوکې زیاتې کړي دي.

د تاجکستان ولسمشر وايي چې له طالبانو څخه د افغانستان په حکومت کې اقلیتونو په تېره بیا تاجکانو ته د حق غوښتونکی دی.

تاجکستان د ملي مقاومت جبهې مشرانو او د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته پناه ورکړې ده.

د چارو کتونکي وايي، امام علي رحمان د افغان تاجکانو د ملاتړ په وسیله غواړي چې تر ډېره د خپلو هیوادوالو ملاتړ خپل کړي.

لوېدیځ شنونکي باور لري چې تاجکستان د روسیې له اجازې پرته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې جرات نه شي کولی. د دوی په نظر تاجکستان به د طالبانو د حکومت د وسله والو مخالفانو ملاتړ هم ونه کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب