یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+تعلیمي او تحصیلي نظام کې ستونزې او حل لارې 

تعلیمي او تحصیلي نظام کې ستونزې او حل لارې 

عبدالجبار وحدت

د «ګلاس نورت » په نوم چې د اقتصادي څېړنو په برخه کې یې د نوبل جایزه هم تر لاسه کړې ده، وایي چې « که چېرې غواړۍ ووینۍ، چې هیواد پرمختللی دی یا نه دی ، نو د هغو کارځایونو او صنعتونو ته مه ګورئ، یوازې یې علمي بنسټونو ته سر ورښکاره کړئ او دا بسنه کوي، زموږ پانګې د نفتو په څاګانو او بانکونو کې ندي ،زموږ پانګې په علمي مراکزو کې راغونډې شوې دي.»

په اقتصادي موډلونو کې هم پوهه او مسلک د ټولنیزې پانګې په شکل شتون لري او حساب پرې کېږي او د ودې کم ترین موډل  هغه وخت وي چې د دې پانګې رول پکې له پامه وغورځېږي.

دا یوه اړینه او مهمه موضوع وه، شننه یې بېخي مهمه ده د هیواد د هر اړخېزې ودې لپاره یاده برخه اړینه ده او فوق العاده اغېز پرې لري ، سره له دې چې زموږ تحصیلي کچه او سویه دا نه ایجابوي چې په دومره لویو مسائلو بحث وکړو ، یا په اصطلاح په وړه خوله لویې خبرې وکړو، خو زموږ کاري تجربه چې له کلونو را پدې خوا په پوهنتونونو کې دنده اجرا کوو او زموږ مینه اواحساس دا ایجابوي چې په دې اړوند څه نا څه ووایو.

د یونسکو سازمان په خپلو محاسبو کې پوهه په پنځو برخو وېشي چې (تیاری، لومړنۍ زده کړې، منځنۍ زده کړې لوړې زده کړې او نور رسمي زده کړه ییز ډولونه دي )دا سازمان وایي چې پرمختللي هېوادونه خپل ډېری فنډ/بودجه (لومړنیو او منځنیو زده کړو) ته اختصاصوي او پرمختیايي هېوادونه خپل ډېری فنډ لوړو زده کړو ته اختصاصوي.

په افغانستان کې پوهنېزې کچې عبارت دي له 

ابتدایه ، متوسطه ، لیسه ، نیمه لوړې زده کړې *د دوو کالونو لپاره* ، لوړې زده کړې *د څلورو کلونو لپآره*، په افغانستان کې له تعلیم او تحصیل څخه موخه د یو داسې نسلي تربیت ده چې په خپل دین ، هېواد ، ارزښتونو وویاړي، مثبت فکر او پوهه ترلاسه کړي ، د هیواد په ارزښتونو باندې پوه شي، د ژوند مهارتونو باندې پوه شي د شرعي قوانینو اړوند پوهاوی تر لاسه کړې او هېواد له تمامي ارضیت څخه خبر او مدافع واوسي، بالاخره په مسلکي لحاظ هېواد په ځان بیسا کړي.

راځو ستونزو ته 

  • له بده مرغه چې ډېری  په کادري بستونو ټاکنې سلیقوي، ګوندي، مذهبي او ژبني مسائلو ته په کتو تر سره شوې دي چې په تحصیلي نظام کې یې د کیفیت برخه خورا زیات ځپلې دي ، هو استثنا وړ خلک له دې برخې څخه جلا کول پکار دي .
  • له بده مرغه دلته معلمي یا د ښوونکې دنده استثنا یو مجبوریت بلل شوی ، دلته ډېر کم وګړې ممکن د علاقې په اساس معلمي  خپل مسلک وټاکي، بلکې د یو شغل په ډول یاده چاره  پر مخ وړي. ، همدا وجه ده چې په دې برخه کې دنده ذوق نه، بلکې مجبوریت بلل کېږي او ستونزې راولاړوي.
  • مسلکي او هغه کسان چې په لوړ مورال او شوق سره سپېڅلې دنده تر سره کوي، تر ډېره یې مادي او معنوي ارزښت کم او ګواښل شوی دی. 
  • د میاشتنیو معاشاتو څخه نارضایتي او د همدې معاش عدم کفایت او په همدې اساس د دوی مالي مجبوریتونه د دوی د ښې دندې تر سره کولو په برخه کې خنډ واقع شوي دي.
  • په ټولو تحصیلي برخو کې د ښوونکو سره د مثبتې انګېزې نه شتون.
  • د ښوونکو د شغلي مصونیت په برخه کې عدم اطمنان.
  • د کتابونو ، لابراتوارونو او استادانو کمبود.
  • درسي مواد یقینا په پوهنتونونو کې زاړه او د اوسني عصر سمون نه خوري ، همدغه وجه ده چې د کار بازار ته په کتو ځوانان نشو فارغولی او دا تقاضا نشو مشبوع کولی.(اکثریت لکچر نوټونو کې یوازې او یوازې کال بدلېږي)
  • په ښوونځیو کې د بې اړتیا کتابونو تعداد بېخي زیات دی او دا بېخي بې ګټې کار دی ،دومره یې تعداد زیات دی  چې حتا  یو شاګرد یې په فزیکي ډول هم نشي وړلای،

حل لارې یې

  •  له تحصیلي او تعلیمي بنسټونو څخه د دولت او  پالیسي جوړونکو بشپړ ملاتړ.
  • سلیقوي ، ګوندي او نور هر ډول ټاکنو او فساد څخه مخنیوی .
  • د احتساب په نوم یوه کمېټه رامنځته کول، تر څو د کال په اخر کې له رئیس ، استاد او امر څخه د کړنو قوي محاسبه تر سره شي.
  •  د تضمین کیفیت معیارات او ټول اصول له کاغذي بڼې څخه را بهر کول او عملا تطبیقول.
  • د ظرفیت لوړونې او جوړونې په برخه کې باید معقولې پالیسي جوړې او تطبیق شي.
  • د څارنې او کنټرول یو قوي سیستم او انګېزه رامنځته کول .
  • دوی ته اسلامي او وطني روحیه په داسې بڼه ورکول ، تر څو خپل مسؤلیت د پخوا په نسبت څو برابره احساس کړي.
  • د بېلا بیلو اکاډمیکو پالیسیو تدوین او ترتیب.
  • د میخانیکیت او چپتر په ځای په څېړنه او پراکتیک تمرکز کول.
  • د (قومي، جنسیتي او ګوندي) مسائيلو د عدم تبعیض څخه بشپړ ډاډ څرګندول.
  • د عاید /معاشاتو د عادلانه وېش څخه بشپړ ډاډ حاصلول او عادلانه وېش ته زمینه سازي کول .
  • د بروکراسي څخه د مخنیوي په پآر سیستم الکترونیکي کول، مانا داچې ښوونځي له پوهنې وزارت سره او پوهنتونونه د لوړو زده کړو وزارت سره وصلول(مخصوصا نوې شامل شوې، شقې، نتایج،تبدیلي.)
  • د نړۍ له نورو پوهنتونونو سره پراخې اړیکې او د هغوی له مثبتو تجربو څخه اعظمي ګټه پورته کول.
  • په تخصصي برخه کې د تخصصي او ژمنو اشخاصو استخدام .
  • د کریکولم/ نصاب د اصلاح اړوند ډېر چټک او جدي کار کول.
  • د هرې پوهنځي نیازسنجي او نظر سنجي کول او په تخصصي برخه زیات ټینګار کول
  • همدغې تحصیلي طبقې قشر ته د کار اړین مهارتونه ورښودل ، تر څو  دوی د کار بازار تقاضا مطابق وروزل شي او مناسب کار ځانته پیدا کړي .
  • په څېړنو او څېړنیزو مهارتونو زیات تمرکز کول او په  کریکولم کې دې برخې ته ځانګړې توجه کول
  • تحصیلي بورسونه چې د ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا مهم دي ، باید په ورکړه کې شفافیت رامنځته شي.

1400/7/13

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب