Homeخبرونهجرمني په افغانستان کې ۲۰ ميليارده ډالره لګولي

جرمني په افغانستان کې ۲۰ ميليارده ډالره لګولي

تاند:( سې شنبه، د ميزان دیارلسمه) په افغانستان کې د امريکا او نړيوالو متحدينو له ماموريت ختمیدو سره، په داسې حال کې چې دا ماموريت ناکام او بې ګټې ګڼل کيږي، د جرمني حکومت اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې پر شل کلن حضور او پراختیايي پروګرامونه څه باندې شل میلیارده ډالره لګښت درلود.
دغه اعلان نن د جرمني د دفاع وزارت کړی دی.
سرچينې ویلي چې له ۲۰۰۱ کال د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په بیلابیلو پوځي ماموریتونو ۱۴ میلیارده ډالره لګېدلي.

د جرمني د دفاع وزارت په حواله، په دې پوځي ماموریتونو کې د ایساف، د پایداره ازادۍ عملیات او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت شامل دي.

بل لور ته، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې څه باندې درې نیم میلیارده ډالره بیا په افغانستان کې د جرمني له ملاتړ برخمنو ادارو او پروژو کې د کارکوونکو لپاره معاش ورکړل شوی.

تر اوسه پورې په افغانستان کې د جرمني د فدرال استخباراتو د ادارې د لګښتونو په تړاو څه جزییات نه دي ورکړل شوي.
دا معلومات په داسې مهال خپاره شوي، چې د نړیوالو له وتو او د جمهوري نظام له سقوط سره شنونکي افغانستان بیرته ۲۰ کاله پخواني حالت ته ستون شوی ګڼي.
د دوی په وینا، نړیوال افغانستان ته راغلل، نیمګړي کارونه یې وکړل، د مرستو په حیف و میل کې یې لوی لاس و او افغانستان يې بيرته په داسې وخت کې پريښوده، چې پر خپلو پښو ولاړ نه و او طالبان بيا پرې واکمن شول.
ډېری هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې يې ډېرې قربانۍ ورکړي او تاوان یې شوی، اوس یې حکومتونه د خپلو خلکو تر سخت فشار لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...