یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد نړیدلي پوځ وياند: اردو نه، سياستوالو ماتې وخوړه

د نړیدلي پوځ وياند: اردو نه، سياستوالو ماتې وخوړه

تاند:( سې شنبه، د ميزان دیارلسمه) د افغانستان د نړیدلي ملي پوځ وياند روح الله احمدزی وايي، چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو نه، بلکې سياستوالو د طالبانو پر وړاندې ماتې خوړلې ده.

نوموړی، چې اوس له هېواده بهر دی، په یوه فيسبوکي لیکنه کې له نوم اخيستو پرته د افغانستان په قضیه کې شاملې مقتدرې بهرنۍ کړۍ طالبانو ته په واک سپارلو او معاملې کې ښکېل ګڼي.

احمدزي په دې لیکنه کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي سکتور ټول منسوبين په دغه سکتور کې د کار له کبله وياړلي ګڼي او ټينګار کوي، چې دغه سکتور پخپله رهبرۍ کې د ستونزو باوجود د افغانستان ښه دفاع او ساتنه کوله.

د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت ویاند نیوکه کوي، چې د دولت رهبرۍ، د مصالحې عالي شورا او په راتلونکي بدلون کې ټولو ښکيلو خواوو بايد ملت په ابهام کې نه ساتلای او ټول موضوعات یې ورته روښانه کړي وای.

روح الله احمدزی طالبانو ته په خطاب کې وايي، چې د افغانستان د نیولو امتياز دې خپله لاسته راوړنه نه، بلکې پردۍ لورېينه وبولي.

احمدزی په ورته وخت کې طالبانو ته د دوی خلاف هم د مرموزو لوبو خبرداری ورکړی، خو جزیات یې په اړه نه دي ورکړي.

د طالبانو لاسته د افغانستان د ور لویدو په اړه ډېر خلک ورته تبصرې او خبرې لري، خو په دې اړه قانع کوونکي او موثقې خبرې لا نه دي شوي.

د ملي دفاع وزارت دغه مخکيني وياند هم ويلي، چې طالبان که دومره ځواکمن وای، په ۲۰ کلنه جګړه کې به يې څو ورځې یو ولایت نیولی او خپل حکومت پکې کړی وای.

طالبان بيا وايي، چې افغانستان یې د خلکو او خدای په همکارۍ نیولی.

1 COMMENT

  1. طالبانو !!! له تاسي سره د الله ﷻ نصرت نه وه او نه سته. تاسي د ابليس پيروان ياست له تاسي سره د هيواد مينه نه وه او نه سته. تاسي ترومپ په ديارلس ميلونه جيب خرڅ واخيستلاست او دوه کاله د تاسي له برکته يرغلګرو په خپلو اردوګانو کې په درانه خوب ويده ول او تاسي به پيره ورباندي کوله. کله سي طاغوتيانو يوه خبره کوۍ اول پاس اسمان ته وګورۍ سي د کائناتو واکوال تاسي ويني او ستاسي له زړه خبر ده. که چيرې له تاسي سره الاهي نصرت وي ولي الله ﷻ په تاسي باندي روزي نه را غورزوي ؟ تاسي جاهلان د شمشتو د کمپ لوطيان ياست. هغه کارونه سي تاسي کوۍ نه په اسماني کتاب کې ليکلي او نه د محمد ﷺ له حديثو سره سمون خوري. تاسي د اشرارو چيچيان ياست دواړه د پنجاب دالخواره او موزيان ياست. د اللهﷻ د نصرت نوم مه اخلۍ ای ددجال پيروانو ولس ته مو د رڼا په ځای توره تياره راوړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب