یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبانو ايران سره ۱۶ اقتصادي او سوداګريزې هوکړې وکړې

طالبانو ايران سره ۱۶ اقتصادي او سوداګريزې هوکړې وکړې

تاند:( سې شنبه، د ميزان دیارلسمه) د طالبانو اسلامي امارت له ایران سره په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې د ۱۷ تازه توافقاتو خبر ورکړی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې لیکلي: پرون دوشنبه د اسلامي امارت د استازو او د ایران د اسلامي جمهوریت د هیئت تر منځ  د اقتصادي روابطو د پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو تر منځ د تجارتي مسائلو په برخه  کې د لازمو آسانتیاوو برابرولو په هدف غونډه وشوه او  په لاندې مواردو باندې توافقات ترسره شول.
۱ ــ  د اسلام قلعه  ــ  دوغارون   پر پوله  د صادراتو او وارداتو د جریان  او په دې برخه کې د آسانتیاوو برابرولو په هدف  ۲۴ ساعتونو ته د کاري وخت زیاتولو باندې توافق وشو او داچې  په راتلونکو لسو ورځو کې به  یاد توافق اجراء شي.
۲ ــ په ایراني اړخ کې د دوغارون ــ اسلام قلعه د سړک  ۸  لاینونو ته د پراخولو او لا ښه جوړولو او په افغاني طرف کې هم د ګمرک تر میدان پورې د لارې پراخولو په کار باندې به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې عملي اقدام کیږي.
۳ ــ  وپتیل شوه، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د بیلابیلو خدماتو او تجارتي سامانونو باندې د اخیستل شویو تعرفو شمیر او معلومات به سره تبادله کیږي او د کارپوهانو د څیړنو په رڼا کې به  وړاندیزونه او نظرونه  د دواړو لوریو د وزارت  په کچه هیئتونو ته سپارل کیږي او هغوی به تصمیم نیسي.
۴ ــ  توافق وشو،چې د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې به  د دواړو هیوادونو باصلاحیته هیئیتونه د اسلام قلعه ــ دوغارون  سرحد کې ټولې ستونزې  او مسائل تر څیړنې لاندې ونیسي.
۵ ــ  هوکړه وشوه، چې یو پلاوی به د ایران هیواد د نفت وزارت استازو سره د سون توکو د موضوعاتو د څیړلو په هدف هغه هیواد ته لیږل کیږي، تر څو په دې برخه کې خپلې ستونزې او اړوند مسائل له یادو استازو سر شریک کړي او په اړه یې تصمیم ونیول شي.
۶ ــ  توافق وشو، چې له افغان موټر چلونکو سره د ښه برخورد او د هغوی د امنیت تامینولو په برخه کې به هڅې کیږي او که احیانا  له کومې ناوړه پیښې سره مخ کیږي، د هغې به قانوني څیړنه کیږي.
۷ ـــ د افغان موټر چلونکو د کرونا ټسټ  په برخه کې توافق وشو، چې کله دوی  د ګمرک ځانکړې سیمې ته ننوزي، ټسټ به یې اخیستل کیږي.
۸ ـــ د هغو اور وژونکو ماشینونو، چې افغان  اړخ یې په اړه  ادعا کوي، چې ایران هیواد ته اړول شوي، که یې په اړه کره اسناد ایراني اړخ ته  ورکړل شي؛ نو تر تعقیب لاندې به ونیول شي.
۹ ـــ د چارو د  لاچټکتیا  او ممکنه خطرونو د راکمولو په منظور دواړو غاړو موافقه وکړه، چې  له دوغارون څخه تر اسلام قلعه پورې د ګازو یو پایپ لاین ایجاد کړي او و پتیل شوه، چې په نژدې راتلونکي کې یې کار پیل شي.
۱۰ ــ  توافق وشو، چې  په راتلونکو لسو ورځو کې به د ایران هیواد د لارو او ښار جوړونې وزارت  د کارپوهانو یو هیئت  افغانستان  ته راځي او دلته به د شمتیع ـــ روزنک  ریل او د روزنک سټیشن  ته  د اوښتو زیانونو جاج اخلي.
۱۱ ـــ هوکړه وشوه، چې لږ تر لږه په  ۱۰ ورځو کې به د افغانستان او ایران هیئتونه د ماهیرود پر پوله د ستونزو او د ماهیرود ــ فراه  تر منځ  د سړک جوړولو د کار د دوام په  اړه لازم مذاکرات ترسره کړي.
۱۲ ـــ  توافق وشو، چې د افغانستان  د اوسپنې د  هغو معادنو په  برخه کې چې  د ایران له خواف  سیمې سره پوله لري، د ایران د صنعت، معدن او تجارت وزارت لخوا به افغاني لوري ته  لازم وړاندیزونه کیږي او د افغانستان د معدن وزارت او د ایران  د صنعت، معدن او تجارت  وزارت به د دې موضوع په اړه مذاکرات ترسره کړي.
۱۳ ـــ  توافق وشو، چې هندوستان ته  د دوغارون ـــ چابهار له لارې  د افغانستان د تجارتي مالونو او وچې میوې د انتقال  د لارو چارو سنجولو په برخه کې  به ایرانی لوری لازمې څیړنې او مطالعات  کوي.
۱۴ ـــ  د دوغارون ـــ اسلام قلعه  تر منځ  د پرچون مال د ګډ ښارګوټي د رامنځته کولو او د هغه  د جوړولو  له پاره د یوې میاشتې په دننه کې  د لازمو  چوکاټونو برابرولو او د څیړنو او  تصمیم نیولو  لپاره  د دوغارون ـــ اسلام قلعه تر منځ د ستونزو او موانعو د لرې کولو په موخه لیږل شوي هیئت ته  سپارلو باندې توافق وشو.
۱۵ ـــ  د ایران اسلامي جمهوریت له لوري په کابل یا هرات کې د ځانګړي نندارتون د پرانستو په اړه تصمیم ونیول شو  چې کله افغانی اړخ ورته آماده ګي وښیي او د امنیت د تأمین ډاډ ورکړي؛ نود  موافقې له اعلان وروسته  ۴۵ ورځو کې به ایرانی لوری په دې اړه اقدام کوي.
۱۶ ـــ  توافق وشو، چې ایرانی لوری به  د  صحي او ګرځندوی  چارو د روزنې  په برخو کې لازمه  همکاري کوي او د اړوندو موضوعاتو په اړه  به له دواړو خواوو، هیئتونه یو له بل سره  مذاکرات او توافقات ترسره کوي.
طالب وياند د دغو مذاکراتو ځای او پکې د ګډونوالو استازو سطحه او نومونه نه دي مشخص کړي.
يو شمېر اقتصادي شنونکي له طالبانو غواړي، چې له نورو هېوادونو سره د هرې برخې په تعاملاتو کې د اړوندو برخو متخصصين شامل کړي، څو مقابل لوري د طالبانو ملايان او قاریان چارواکي تېر نه باسي.
دا غوښتنه په داسې مهال کیږي، چې طالبان ورځ تر بلې خپلې نوې ګومارنې اعلانوي او د دې ګومارنو قاطع اکثریت خلک ملایان، قاریان او د ديني مدرسو فارغان وي، چې په ورسپارلو دندو کې له اړین تخصص څخه بې برخې ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب