یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد فرانسې ولسمشر د جي ۲۰ له مشرانو وغوښتل چې د طالبانو...

د فرانسې ولسمشر د جي ۲۰ له مشرانو وغوښتل چې د طالبانو لپاره شرطونه کښېږدي

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۳) د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون نن له جي شل یا شلو شتمنو هیوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره واضح شرطونه وټاکي.

مکرون له فرانس انټر شبکې سره په مرکه کې وویل «موږ ټول شل، چې اروپایان، امریکایان، چین، روسیه او په افریقا، اسیا او لاتینه امریکا کې ستر هیوادونه یوو…. باید په زغرده ووایو او د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه وټاکو.»

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه، لومړنی شرط باید د هغو خلکو چې اړتیا لري د ایستلو په شمول په افغانستان کې بشري عملیات وي. دوهم شرط دا دی چې غورځنګ (د طالبانو تحریک) په سیمه کې له فعالو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي او ویې غندي. درېیم شرط د بشري حقونو او د ښځو د درنښت رعایتول دی.

مکرون د افغان ښځو وضعیت  ناوړه وباله ویې ویل «کوم وضعیت چې نن ورسره مخامخ یوو، د افغانستان د ښځو لپاره خورا بد دی. پر ګڼو ښځو چې په افغانستان کې یې د زده کړو، سپورت او هنر اجازه لرله ناببره د تحریک له واک ته رسېدو سره سم ټولې دروزاې یندې شوې.»

د فرانسې ولسمشر په عین حال کې تایید کړه چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره ثبات رامنځته شوی، خو د دې بدلون بیه تپه تیاره ده.

«د طالبانو تر واک لاندې به افغانستان هیڅکله داسې رژیم نه شي چې توقع ده… د سیمې او له سیمې دباندې ډېر داسې هیوادونه شته چې هلته زموږ د توقع خلاف اقدامات کېږي خو موږ بیا هم ورسره دیپلوماتیکې اړیکې پالو.»

د مکرون اشاره د طالبانو اقداماتو ته وه چې هیڅ هیواد ورسره جوړ نه شي راتلای. له همدې کبله تراوسه پورې د پاکستان او چین په ګډون هیڅ هیواد حاضر نه دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

تېره اوونۍ د ایټالیا صدراعظم، چې هیواد یې د جي شل پړاویزه مشري په غاړه لري، وویل چې د اکتوبر په دوولسمه به د شلو سترو شمنو هیوادونو مشران د افغانستان په اړه فوق العاده غونډه جوړه کړي.

که د اکتوبر تر دوولسمې وړاندې طالبانو ځینې اقدامات وکړل رسمیت پېژندلو ته یې ښايي لار هواره شي او ورسره جوخت پر افغانستان بندیزونه نرم شي او که د طالبانو په منځ کې سختدریځي عناصر  پر خپلو سختو پالیسیو ټینګار ته دوام ورکړي ښايي د افغانستان پر ضد فشارونه نور هم ډېر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب