سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د داعش ۱۱ غړي یې نیولي

طالبان وايي، د داعش ۱۱ غړي یې نیولي

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۳) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په کابل کې یې د داعش یا اسلامي دولت د سختدریځې ډلې ۱۱ غړي نیولي دي.

د کورنیو چارووزارت ویندوی سعید خوستي وویل، طالبانو دا کسان پرون / دوشنبه د کابل ولایت په باغ داوود سیمه کې ونیول.

دا کسان وروسته له دې نیول شوي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د عیدګاه جومات مخته په داسې حال کې بمي برید وشو چې په دغه جومات کې د طالبانو د ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال ذبیح الله مجاهد د مور فاتحه وه.

ملګروملتو دا برید په کلکه غندلی دی خو له بلې خوا د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

له بلې خوا داعش ډلې په خپل تبلیغاتي ویبسایټ اعماق کې ویلي، د عیدګاه جومات مخې ته حمله چې پنځه کسان یې په نتیجه کې ووژل شول، د اسلامي دولت ډلې د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا شوې ده.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په څو ولایتونو په تېره بیا ننګرهار او کابل کې بمي او انتحاري بریدونه زیات شوي دي.

طالبان په دغو بریدونو کې داعش په لاس لرلو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب