جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د چین کندهار / څېړنیار شریف الله دوست سرواني

د چین کندهار / څېړنیار شریف الله دوست سرواني

د افغانستان، سیمي او نړۍ په تاریخونو کښي دکندهار په نوم ډېر ځایونه سته. د دې ډول نومونو څېړلو یوه ګټه دا ده تر څو د لوستلو اوڅېړلو په وخت کښي تېروتنه ونه سي.

د کندهار په نوم په چین کښي هم یو پخوانی ولایت  سته؛ د خواجه رشیدالدین فضل الله په جامع التواریخ (د چین) په برخه کښي د قراجانګ(Halazhang= هلاڅانګ) نوم مکرر راغلی دی. د چنګیز خان په ځینو داستانو کښي راغلي دي چي: (د قراجانګ ولایت… د ختای سره متصل او مښتی دی او مغولستان ته نژدې دی. هندوان او د قراجانګ خلک یې کَندَر (کندهار) بولي. او تاجیکان (اصل کښي ویغوریان) یې قندهار وايي.(جامع التواریخ، ۱ ټوک، ۲۹۷ مخ)په بل ځای کښي راغلي دي: (ختاییان قراجانګ ته دای لیو وايي یعني لوی ولایت… د ځینو خلکو بڼي یې د ختاییانو په څېر سپیني دي او ځیني یې بیا تور رنګه دي. د هند او کشمیر په  ژبو دې ځای ته کندر= کندهار وايي.)، (همدا اثر ۴۴۲ مخ)

قراجانګ په۱۲۶۳م کښي د (قوبیلای قا آن) مغلولي لښکرو له خوا فتح سو. قراجانګ نیمه مالدار او مځکوال خلک وو چي د چین په جنوب کښي یې ژوند کاوه. قراجانګ یې مغولي نوم و. چینايي نوم یې (wumanوومان) او (Heicuan هیڅوان) دی چي د تورپوستي او تور رنګي قوم معنا ورکوي. د قراجانګ قوم خلکو له لرغونو وختونو د چین د (Yunnanیون نان) ولایت په غرب، (Sichuanسیچوان. چي زه دوست دې ولایت ته د څو ساعتونو له پاره تللی یم ښکلی او زرغون ځای دی) ولایت په جنوب او اوسني (Guizhouګوایځو) ولایت په لوېدیځ کښي ژوند کاوه. مارکوپولو هم د قراجانګ سیمي او خلکو یادونه کړې ده. دا نوم د جامع التواریخ په ځینو ځایونو کښي د کندهر او کَنْدَر په بڼو باندي راغلی  دی. یاد ځای د تبت او تنګوت سره غځېدلی ښيي چي د هندوستان تر غرونو ختای او زردندان پوري رسیږي.(جامع التواریخ، ۲ ټوک، ۸۷۱ مخ) له پورتنیو څرګندونو ښکاري چي د لیکوال؛ رشیدالدین فضل الله منظور له کندهر(کندر، کندهار، قندهار) څخه هماغه د چین پخوانی د (دای لیو) ولایت دی چي قراجانګ او چغان جانګ په کښي شامل دي. تاریخي او جغرافیايي ثبوتونو ته په کتلو دا ولایت د افغانستان د کندهار ولایت او ایندوس ته نژدې ګندهارا درې  سره یو نه بلکي بېل دي. ځکه په  چینايي منابعو کښي  ګندهارا (Gandhara)د (Qiantuoluoچینتو لو) په نامه یاد سوی دی. په هندي منابعو کښي د افغانستان د اوسني کندهار ولایت نوم (Skandhawar سکندهاوار) و چي د معسکر یا چوڼۍ معنا لري. د یاد ولو وړ ده چي علامه رشاد بابا د کندهار په نوم ډېر ځایونه یاد کړي دي (لکه: د کاناډا کندهار، د آذربایجان کندهار، د سندهـ کندهار، د ګجرات کندهار او نور) خو په هغو کښي د چین د کندهار یا دوونه نه ده راغلې. (علامه رشاد، دکندهار یاداښتونه ۱ ټوک، ۱۶مخ)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب