جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبريښنا شرکت د خپلو پوروړو سياستوالو کورونه پلوري

بريښنا شرکت د خپلو پوروړو سياستوالو کورونه پلوري

تاند( چارشنبه، د ميزان څوارلسمه) د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی، چې د خپلو پوروړو سياستوالو کورونه او جايدادونه پلوري.

د دغه شرکت سرپرست صفي الله احمدزي ويلي، چې دا کار به بريښنا شرکت د وارداتي برېښنا له اړخه د ګاونډيو هېوادونو د پورونو د ورکولو لپاره کوي.

هغه په ورته وخت کې، له ملګروملتو غوښتي چې د برښنا د مصرف له کبله د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان ۹۰ ملیون ډالره پور ورکړي.

احمدزی وايي، که دا پیسې په درو میاشتو کې ورنه کړل شي پر افغانستان به برښنا قطع شي.

 بلومبرګ رسنۍ په یوه راپور کې ويلي، د اګست له پنځلسمې، چې طالبانو واک ترلاسه کړی، ګاونډیو هیوادونو ته د برښنا پیسې نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان تر اویا سلنه زیاته برښنا وارداتي ده.

افغانستان ګاونډیو هیوادونو ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان ته د برښنا د مصرف لپاره د میاشتې عموماً له ۲۰ تر ۲۵ ملیونو ډالره ورکوي.

بريښنا شرکت د خپلو پوروړو سياستوالو نومونه نه دي اخيستي او نه یې د جایدادونو او کورونو په اړه معلومات ورکړي.

داسې ښکاري، چې که ياد شوی شرکت دا کار وکړي، له ولسي هرکلي سره به مخ شي.

په تېرو څو ورځو کې، چې د افغانستان د وارداتي برېښنا د ممکنه پرې کیدو راپورونه تاوده دي، په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر فعالانو بريښنا شرکت ته د ورته اقدام وړانديز کړی و.

له دې سره خلکو له طالبانو غوښتي، چې له ولسي خلکو څخه دې د برېښنا پیسې نه غواړي، ځکه د شديد فقر له کبله څوک د خوراک څښاک څه نه لري او د بريښنا پيسې خو بیخي نه شي تحویلولای.

طالبانو لا خلکو ته د بريښنا پورونو د بښلو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب