جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان جلا وطنه ارکستر ګروپ جوړيږي

د افغانستان جلا وطنه ارکستر ګروپ جوړيږي

تاند( چارشنبه، د ميزان څوارلسمه) د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستیتیوت رئیس احمد ناصر سرمست وايي، چې له هېواده بهر د ملي ارکستر جوړیدو ته هیله من شوی.

نوموړي په يوه تازه مرکه کې ويلي، چې دا هیله مندي له افغانستان څخه د ډېرو پیاوړي موسیقي غږونکو له وتو سره ورته پیدا شوې ده.

سرمست د فرانسې خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان ډېرو هغو هنري څېرو چې هېواد پريښودلی شو، له هېواده وتلي او په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.

په یوه تازه راپور کې راغلي، چې د موسیقۍ د ملي انستیتیوت تر ۱۰۰ پورې غړي تازه قطر هېواد ته رسیدلي.

طالبان له پخوا نه د موسيقۍ خلاف دي او له تازه واکمنیدو سره یې بیا هم له هنر او موسيقۍ سره د دښمنۍ پخوانی چلند تکرار کړی.

په ځینو ويډيوګانو کې لیدل شوي، چې د طالبانو جنګياليو په کابل کې د موسيقۍ د ملي انستیتیوت اړوند وسايل مات کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دوی د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې له هنرمندانو وغوښتل چې ځانونه په نورو کارونو مصروف کړي.

د افغانستان مشهور سندرغاړی فرهاد دریا، چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي، مجاهد ته د دې خبرې په ځواب کې وويل، چې آيا هغه به خپل شوق او کار خوشې او د دوی په شان به هنري کارونه پیل کړي، چې له دوی داسې تمه لري؟

1 COMMENT

  1. great Ahmad Nasir Sarmast sahib. salamualikum
    you are the only who exactly keep afghan music alive.
    if all afghan musician under one system give progress to afghan music.
    this will be one big help with our culture.
    I hope taliban will not stay for long time.
    EACH NATION IN THE WORLD HAVE OWN MUSIC WHY WE AFGHAN KILL OUR MUSIC.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب